د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې په هر دولتي پوهنتون کې به یو د جومات امام او یو مبلغ وګماري. د دې ډلې هدف دا دی چې د دوي مبلغان د پوهنتون پروفیسورانو ته د “عقايدو، تجوید او لمونځونو” درس ورکړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني تر دې وړاندې ویلي وو له هغو کسانو څخه چې په تېرو شلو کلونو کې فارغ شوي دي، هېڅ ډول تمه نه شي کېدای. هغه په ښکاره ویلي وو چې طالبان که څه هم ماسټري او دوکتورا نه لري، خو تر هر چا ښه دي. دې ډلې په افغانستان کې د واکمنۍ په تر لاسه کولو سره ټولې علمي ادارې هم ونیولې او د دیني مدرسو او پوځي کمپونو له مدیریت سره یې په ورته ډول مدیریت کوي. بل دا چې د نړۍ په هر ګوټ کې پوهنتون داسې ځای ګڼل کېږي چې د ځان لپاره خپلواکي لري او په پوهنتون کې علم ټولواک بلل کېږي. خو له بده مرغه د افغانستان پوهنتونونه له څو لسیزو راهیسي د ایډیالوژیکو حکومتونو د ایډیالوژۍ په ادا کولو بوخت وو او په دې نه دي توانېدلي چې خپل علمي وجود او هویت د دولتي ایډیالوژۍ له تسلط څخه په خپلواکه توګه وټاکي، خپلواکي او پوهنتوني کلتور ترلاسه کړي.
د ۱۳۵۷ کال د غویي له کودتا راوروسته په هره لسیزه کې د افغانستان پوهنتونونه د دیني او سیاسي ایډیالوژۍ تر اغیز لاندې راغلي دي. له همدې امله، دوی د وخت په تیریدو سره خپله نسبي خپلواکي، د زده کړو کیفیت او کدرونه له لاسه ورکړي دي. دغه بنسټونه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په بشپړه توګه له منځه ولاړل. په تېرو دوو لسیزو کې سره له دې چې د پوهنتونونو په نصاب او ښوونیز نصاب کې ستونزې موجودې وې، خو د ښوونې او روزنې، ټکنالوژۍ او معاصرې پوهې د آزادۍ له امله وضعیت مخ په ښه کېدو وه او تمه کېده چې د علم په ډګر کې د پرمختګ په لور روان شي. دا بنسټونه به د دې توان ولري چې خپل ځانونه د مالي انحصار، ټولنیزو خنډونو او ایډیالوژیکي افکارو وساتي، او د نوې ټیکنالوژۍ او عصري پوهې په کارولو سره د پوهې د پراختیا له کاروان سره یو ځای شي.
د سیاسي نظام په سقوط سره تعلیمي نظام هم له سقوط سره مخ شو. د هېواد پوهنتونونه اوس د طالبانو په تنګه او ستومانه فضا کې ساه اخلي او د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې د معاصر عقل او انتقاد پر بنسټ د پوهې فکر نه شي کولی، د دې ډلې د منجمد فکر له محدودیتونو او خنډونو څخه ځان نه شي خلاصولای. د ایډیولوژۍ تسلط، په تېره بیا دیني ایډیولوژۍ، د علمي بنسټونو لپاره خورا ويجاړوونکي دی، او دا د دې سبب ګرځي چې مذهبي بڼه لرونکي فکر د علم په ډګر کې تسلط ولري او فکري تمثیل د پوهې او د عصري پوهې د آزاد او انتقادي طبیعت سره په ټکر کې وي. دا ډله په خپل چلند سره ښيي چې دوی له انساني او طبیعي علومو سره د علم په توګه چلند نه کوي او یوازې دیني علوم د دوی لپاره اساسي او کلیدي علوم دي. نو که د علمي اصولو سره سم چلند ونه شي او علم د علم په توګه ونه پېژندل شي، نو د علمي بنسټونو حیثیت به د دیني مدرسو په کچه راښکته شي، چې نړۍ ته یوازې د کفارو او مسلمانانو په سترګه ګوري او هېڅ عصري پوهنه پکې نه لیدل کېږي. د پوهنتونونو د استادانو لپاره د دیني مبلغانو ګمارل او د اسلامي کلتور (اسلامي ثقافت) په نوم د مضمون زیاتوالی دا اندیښنې زیاتوي چې له دې وروسته به د هېواد پوهنتونونه ونه شي کولی زده کونکو ته هغه معلومات ورسوي چې د همبولډ په وینا د عصري پوهې ډول دي او د بورديو په وینا، چې زده کونکي به د “توپیر” کولو وړتیا ونه لري. سره له دې چې د هېواد دولتي پوهنتونونه په خپلو متضادو پلانونو سره لا هم د عصري منجمدو افکارو په لاس کې وو، او په دې و نه توانېدل چې په «حکمت سره خپل بنسټ» کېږدي او علمي ازادي او علمي خپلواکي وساتي، خو له دې سره سره پدې پوهېدل چې د علم او دود تر منځ د ټکر په لړ کې علم ته ترجیه ورکړي. پوهه او علم د دود او کلتور په وړاندې د برلاسی خواته روان وو.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په داسې حال کې د هېواد پوهنتونونو ته د دیني مبالغینو د ګومارلو اعلان کوي، چې د پوهنتونونو څخه د استادانو د تګ په اړه هېڅ نه وایې چې د دې پوهنتونو مغزه او فکر ورڅخه تللي. دا مهال د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو شاوخوا ۲۰۰ استادان چې د ماسټرۍ او دوکتورا د زده کړو د دوام په موخه مالیزیا ته تللي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د دوی لوی شمېر وايي، چې دوی د پوهنتون، د خوراکي توکو او علمي څېړنو لګښت نه لري او دغه وزارت ورسره همکاري نه کوي. په داسې یوه حالت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تر ټولو لویه اندیښنه دا ده چې د پوهنتون استادانو ته تجوید او عقاید ورزده کړي، دا پداسې حال کې ده چې د استادانو کدري معاش ۴۰ سلنه او مسلکي معاش یې پنځوس سلنه کم شوی، طالبان د معاش ورکولو پر ځای استادانو ته مبلغین استخدام کوي، دا ډول کار په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې بې سارې دی. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په تېر کال کې د ډېرو استادانو سپکاوی او بی عزتي کړی ده. د دی ور آخوا د علمې کدرونو لپاره د مبلغینو استخدام د استادانو هغه بي عزتی ده چې په فکري ډول په داسي علمي مرکزونو کې دوي د شکنجه کولو په معنی ده.
په تعلیمي ادارو باندې د ایډیالوژۍ حاکمیت تعلیمي پالیسي او اوسنی پسمانده جوړښت له منځه وړي ترڅنګ یې علمي ازادي او مسلکي اخلاق په ځانګړې توګه د پوهنتون کلتور له ژور بحران سره مخ کوي. د لوړو زده کړو وزارت دنده په ټوله نړۍ کې د اسانتیاوو برابرول، د عصري پوهې د پراختیا او د عقلي باور په ډګر کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي. د پوهنتون استادانو او اکاډمیکو شخصیتونو لپاره اخلاقي او نظریاتي سپارښتنې او لارښوونی چې د پوهې په رڼا کې ژوند او تجربه لري، نه یوازې دا چې بې اغېزې دي، بلکې د پوهنتون استاد ته سپکاوی هم ګڼل کېږي او د وخت د پوهې او تعلیم غوښتنو ته هم ځواب نه وایې. نو که طالبان د هېواد او ولس د راتلونکي په اړه فکر کوي، باید نور بحرانونه او ستونزې رامنځته نه کړي. په علمي بنسټونو کې د دوی مغرضانه او له حده زیات مذهبپالنه او پر ایډیالوژۍ او پر تعصبي افکارو ټینګار کول یوازې د مذهبي افراطیت د زیاتېدو او د ټکر یا اختلافاتو لامل کېږي.