۸صبح، کابل: د نړۍوال بانک اجرائیوي بورډ اعلان کړی چې له افغانستان سره د مرستو لپاره یې یوه نوې تګلاره غوره کړې چې له مخې یې د طالبانو لاس له مرستو پرې کوي.
رویټرز د دغه بانک په حواله راپور ورکړی چې اجرائیوي بورډ د پنجشنبې ورځ، سلواغې پر ۲۶مه د دې نوې تګلارې د یوې برخې په توګه په پام کې لري چې د یاد بانک نړۍوالې پراختیايي ټولنې له وجهي صندوق څخه د بېوزلو هېوادونو لپاره د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو له لارې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره افغانستان ته ورکړي.
دغه بانک ویلي چې دغه مرسته شوې پیسې به د «۳.۰» طریقې په نوم د طالبانو له کنټرول او لاسوهنې څخه بهر وي.
په پام کې ده چې دا پیسې په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې (د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې) مرستندویه بنسټونو ته ورکړل شي، خو لومړی یې باید د دغه بانک اجرائیوي بورډ تصویب کړي.
د دغې مرستې موخه د ښځو کار، حیاتي خدماتو لکه خواړه، اوبه، روغتیا او تعلیم ملاتړ دی.
د يادونې وړ ده چې دا د نړۍوال بانک له لوري د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د مرستو لومړنۍ بسته ده چې استول کېږي.