د خوړو نړیوال سازمان په سمنګانو کې له شاوخوا ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وکړه

۸صبح، سمنګان: د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د خوړو نړیوال سازمان له ۴۹۰ زیاتو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

په سمنګانو کې د طالبانو د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د رسنيو مسوول (ثمرالدين شاهرخي) د یکشنبې په ورځ (وري ۲۰)، وويل، چې د خوراکي توکو دغه بستې د دغه ولايت د ٨٦ سيمه ييزو شوراګانو غړو ته سپارل شوې دي.

په خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، دال، د ماشومانو لپاره غذايي مواد او مالګه شامله ده، چې د خوراک نړيوال سازمان له لوري په سمنګانو ولايت کې اړمنو کورنيو ته ورکړل شوي دي.

د دغو مرستو د وېش بهیر له یوې اوونۍ راهیسې په سمنګانو ولایت کې پیل شوی دی.

د خوړو نړیوال سازمان تر دې وړاندې هم په سمنګان ولایت کې څه باندې شپږ زره کورنیو ته خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشلې دي.

ورته لیکنې

Back to top button