۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
نوموړي سازمان یکشنبه د غبرګولي پر ۱۳مه د یو په خپراوي سره لیکلي چې په سېلاب ځپلو ولايتونو کې وضعيت بېړنی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان لیکلي:« د افغانستان شمال، شمال ختیځ او د لوېدیځ په سېلاب ځپلو ولایتونو کې وضعیت لا هم بېړنی دی او د بشري اړتیاوو د پوره کېدو لپاره سملاسي مرستو ته اړتیا لري.»
د راپور له مخې، په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له کبله تر ۶۰ زرو زیات کسان اغېزمن او ۷ زره او ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي چې سېلاب په یادو ولایتونو کې تر پنځه زره زیاتې نورې کورنۍ بې ځایه کړې دي.
د روغتیا سازمان زياته کړې چې د روان کال د غويي مياشتې پر ١٧مه او ١٨مه سېلابونو د غور ١٠ ولسوالۍ او د فارياب اته ولسوالۍ زيانمنې کړې دي.
په وروستیو اوونیو کې بارانونو او سېلابونو هېوادوالو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
تر دې مخکې اروپايي ټولنې ویلي و چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره یې ۲۰۰ زره یورو، چې ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ کېږي، ځانګړې کړې دي.