۸صبح، کابل: د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د تېر کال د نوامبر له درېیمې اوونۍ راپدېخوا په هېواد کې د شري پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.
دغه بنسټ، یکشنبه، د کب پر ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې په هېواد کې د شري له اووه زرو زیاتې مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا د نړۍوال په خبره، په هېواد کې د شري ناروغۍ له امله ۲۹ کسان مړه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، له پنځو زرو او ۷۰۰ ډېرې پېښې چې د ټولو مشکوکو قضیو ۸۰ سلنه جوړوي، له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
د سمنګان، بلخ، فراه او خوست ولایتونه په ترتیب سره د شري په ناروغۍ کې له لومړي تر څلورم ځای کې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د تېر کال د نوامبر میاشتې راپدېخوا د شکمنو پېښو د زیاتېدو په هکله ویلي چې د ژمي سړه هوا او د واکسین پروګرامونو کم پوښښ ممکن د دغې ناروغۍ د زیاتیدو لامل وي.
د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو د شکمنو پېښو له اوسط شمېر سره د ۲۰۲۴ کال د شمېرو پرتله کول ښايي چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو د کنټروله هڅو سربېره په هېواد کې د شري د پېښو ګراف لوړ شوی دی.
د شري پېښو ته د ځواب ویلو لپاره، د روغتیا نړۍوال سازمان او په هېواد کې یې همکارانو د ماشومانو د واکسین پروګرامونه پلي کړي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله تر فبرورۍ مياشتې پورې څه باندې پنځه زره او ۷۰۰ ماشومانو د شري واکسين ترلاسه کړى دى.
د ویلو ده چې تېر کال د روغتيا نړۍوال سازمان په هېواد کې د شري شاوخوا ۲۵ زره شکمنې پېښې او د دغې ناروغۍ له کبله د ۶۴ کسانو مړینه ثبت کړې وه.