ټاکل شوې چې د جون میاشتې په وروستیو کې د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب او د افغانستان لپاره د ځينو هېوادونو ځانګړو استازو په ګډون جوړه شي. ملګرو ملتونو په غونډه کې د طالبانو د ګډون لپاره د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال کابل ته استولی او نوموړي په رسمي ډول طالبانو ته د افغانستان لپاره د ځينو هېوادونو ځانګړو استازو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې. په ملګرو ملتونو کې سرچینې وايي چې تر اوسه د دغې ناستې اجنډا وروستی شوی نه ده او لاهم د طالبانو ګډون یا نه ګډون څرګند نه دی. بل پلوه، ځينې هېوادوال او معترضې مېرمنې وايي چې ملګري ملتونه د طالبانو سپیناوي او رسمیت پېژندلو ته مټې بډوهلې دي. هغوی ټينګار کوي چې له ټولییز ګډون او د خلکو د رایې په خوښه له رامنځته شوي نظام پرته، د دا ډول ناستو ترسراوی نه شي کولای چې په دغه هېواد کې ټيکاو او امنیت ډاډمن کړي. د هغوی په وینا، د دوحې په تېرو دوو غونډو کې هم د افغانانو غږ نه و او په خبره یې، له همدې امله یې کومه ځانګړې پاېله نه لرله او له دې وروسته به هم کومه پاېله ونه لري.
ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان لپاره د ځينو هېوادونو ځانګړو استازو درېیمه مشورتي ناسته به د روان زېږدیز کال د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه سازمان د سرمنشي په کوربتوب جوړه شي.
دغه سازمان کابل ته په غونډه کې د طالبانو د بلنې لپاره د سرمنشي مرستیال رزمیري دیکارلو استولی دی. نوموړي په کابل کې له جګپوړو طالب چارواکو سره لیدلي او غوښتنه یې ترې کړې چې په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځينو هېوادونو ځانګړو استازو په ناسته کې ګډون وکړي.
سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له پخواني ولسمشر حامد کرزي او په مخکېني حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم لیده کاته کړي. د ديپلوماتیکو سرچینو په وینا، نوموړي له ځينو طالب پلوه څېرو سره چې ځانونه یې د مدني ټولنو استازي بللي، هم لیدلي او د دوحې درېیمې غونډې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
په ملګرو ملتونو کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې تر اوسه د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمې غونډې اجنډا په ډاګه نه ده. د سرچینو په خبره، د دغې غونډه اجنډا به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال له سفر او کاري راپور وروسته وروستۍ شي. سرچینې زیاتوي چې تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون یا نه ګډون خبره څرګنده نه ده.
اخوا، قطر چې څو کاله یې د طالبانو کوربتوب کړی، هڅه کوي چې دا ډله د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره وهڅوي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي تېره اوونۍ له طالب چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راغی او د دغې ډلې له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړل. د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو ویلي چې په دې لیدنو کې د هر اړخیزې ملي روغې جوړې، د افغانانو او بشري حقونو په ملاتړ، د ټولو ډلو او اقشارو ترمنځ د باعزته ژوند او ټولنیزې سولې پر لاسته راوړنو ټينګار شوی دی. دغه قطري چارواکي زیاته کړې چې دوحه د افغانستان کړکېچ د حل لپاره پر خبرو اترو باوري ده. د نوموړي په وینا، قطر غواړي چې طالبان په دې هېواد کې د امنيت او ټيکاو ټينګېدو لپاره په نړیوالو خبرو اترو کې ورګډ کړي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې راغلي چې الخلیفي د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیالانو مولوي عبدالکبیر، عبدالسلام حنفي او عبدالغني برادر او دغه راز د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له سرپرستانو امیرخان متقي، محمدیعقوب مجاهد او سراجالدین حقاني سره جلا جلا لیده کاته کړې دي.
اخوا، طالبانو د دغه قطري چارواکي په حواله ویلي چې نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د ځانګړو استازو په ناسته کې د طالبانو ګډون ګټور بللی دی. د طالبانو د ادعا په حواله، د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې په غونډه کې د طالبانو له ګډون پرته به د دوحې درېیمه غونډه پاېله ونه لري.
له دې وړاندې، د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال رزمیري دیکارلو سره په کتنه کې ویلي، چې که د دوحې په راتلونکې غونډه کې یې شرایط ومنل شي، ګډون به پکې وکړي.
د ملګرو ملتونو له خوا په دوحه کې د درېیمې ناستې ترسراوي هڅې داسې مهال زیاتې شوې چې په غونډه کې د طالب مخالفو د نه بلنې په اړه اندېښنو زور اخیستی. ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو په لومړۍ او دویمه ناسته کې هم طالب مخالفو څېرو ته د ګډون بلنه ورکړې نه وه.
بل پلوه، د هېواد ځينې اوسېدونکي دغې غونډې ته د ښځو او طالب مخالفو سیاسي ډلو نه بلنه د افغانانو د غږ او ټولنیزو غوښتنو له پامه غورځولو په مانا ګڼي. د هغوی په وینا، ملګري ملتونه دا مهال د افغانستان په اړه د دغه سازمان د منشور او قوانینو خلاف کار کوي.
د سیاسي علومو محصل جمشید وايي: «د ملګرو ملتونو کړنې په خپل منځ کې تضاد لري. کله چې وايي د ښځو حقونو دې ډاډمن او پراخ بنسټه جوړښت دې رامنځته شي، دا غوښتنې هوايي نه کېږي، په افغانستان کې ښکېلې خواوې دې مخامخ کېني. که څه هم طالبان په خبرو اترو باور نه لري.»
د کابل اوسېدونکی جنیدالله بصیري وايي: «د هغو سیاسي خوځښتونو نه بلنه چې د ولسواکۍ او دیموکراتیکې لوبې پر اصولو باورمن دي، د ملګرو ملتونو د موجودیت له فلسفې سرغړونه او د دغه سازمان د منشور او اصولو خلاف چاره ده.»
د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د طالبانو ګډون او د ښځو او نورو هېوادوالو د نه پاملرنې په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي، چې د دغه هېواد په اړه د ملګرو ملتونو تېرو غونډو کومه ځانګړې پاېله نه لرله.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د روان کال په فبرورۍ کې د دوحې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان راتلونکې لپاره د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د لارنقشې جوړولو او همغږو او ګډو هڅو په موخه د سیمهییزې تماس ډلې جوړولو وړاندیز وکړ؛ خو دا تماس ډله لا جوړه شوې نه ده.
له دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د افغانستان په اړه د سیمهییزې تماس ډلې جوړېدو چارې پڅې روانې دي او په دې تړاو اجماع نه شته. دیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د افغانستان په تړاو د سیمهییزې تماس ډلې د رامنځته کېدلو وړاندیز، د ځېنو ځانګړو هېوادونو د غړیتوب او اجماع نشتون له کبله له خنډ سره مخ شوی او په دې ډله کې د هند حضور په تړاو د پاکستان اعتراض دغه چاره ځنډنۍ کړې ده.
د دوحې ناسته داسې مهال جوړېږي چې تر اوسه یې اجنډا په ډاګه نه ده؛ خو د ملګرو ملتونو سرمنشي په کوربتوب غونډه کې به د ځانګړو استازو خبرې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر حللارو، په نړیوال جوړښت کې د افغانستان پر وګډولو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پر ګومارلو ورټولې وي.
دمګړۍ د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ اختلافات لاینحله پاتې دي او طالبان له نړۍ غواړي چې رژیم یې په رسمیت وپېژني. نړیوالې ټولنې بیا ویلي چې بشري او ښځو حقونو ته درناوی، پراخ بنسټه جوړښت جوړېدل او له اورپکو سره مبارزه بیا د طالبانو د رسمیت پېژندلو شرایط دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې په دویمه ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیاسي جوړښت، بشري حقونو او د ښځو حقونو په اړه د نړۍ د مهمو اندېښنو په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی او په وینا یې، بشري حقونه لا ناوړه شوې دي او طالبانو د ښځو ځپلو ته دوام ورکړی دی.
طالبانو د دوحې دویمه ناسته کې د ګډون لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي و. هغوی ملګرو ملتونو ته ویلي چې غواړي په دې ناسته کې «د افغانستان یوازیني استازو په ډول برخه واخلي» او د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د لیدلو غوښتنه یې کړې وه؛ خو هغه مهال ملګرو ملتونو دا غوښتنې ونه منلې.