۸صبح، بادغیس: سیمهییزې سرچینې وايي، د یوې کورنۍ درې غړي چې غوښتل په قاچاقي لار ایران ته لاړ شي، د لارې په اوږدو کې یې د سختې تندې لامله ساه ورکړې ده.
سرچینو سهشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه ویلي چې مړه شوي درې ماشومان دي.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې یو اته کلن هلک او دوه نجونې چې یوه یې شپږ کلنه او بله یې دوه کلنه وه، مړې شوې دي.
سرچینو منلې چې د دغې پېښې قربانیان د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ډېری خلک د اقتصادي او امنیتي ستونزو لامله ګاونډیو په ځانګړې توګه ایران ته پر قانوني او ناقانونه لارو ځي.
افغان وګړي ایران ته د قاچاقي لارې په اوږدو کې وخت ناوخت له ښخ کړل شویو ماینونو، د ایراني پوله ساتو له خوا د ډزو، وسلهوالو غلو او ترافیکي پېښو سره مخ کیږي او قرباني ورکوي.