۸صبح، تخار: سیمهییزې سرچینې وايي چې په تخار ولایت کې یو سړی او د هغه دوه ځوان زامن د ګازنیونې له کبله مړه شوي دي.
دا پېښه دوشنبه، د کب پر ۷مه د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې رامنځته شوې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دغه کسان په یوه «سرای» کې ساتونکي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره په هېواد کې د بې کيفيته ګازو او ډبرو سکرو د استعمال له کبله هېوادوال مري.
څه موده وړاندې د غزني ولایت په مرکز کې دوه ځوانان د ګازنیونې له کبله مړه شول.