۸صبح، لغمان: په لغمان کې طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولايت کې د يو کور د چت پرېوتلو له کبله د يوې کورنۍ درې غړي مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه سېشنبه د غبرګولي پر ۸مه د لغمان مرکز ته څېرمه د «سلطان قاضي بابا» په ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
د لغمان د طالبانو امنيې قوماندانۍ د دغې پېښې د ټپيانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ بللى دى.
په وروستیو اوونیو کې بارانونو او سېلابونو هېوادوالو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
طالبانو په دې وروستیو کې ویلي چې په هېواد کې سېلابونو د روان کال د غبرګولي له څلورمې تر شپږمې پورې ۲۱ کسان مړه کړي دي.