۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، پاکستان د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاییدوي چې د پاکستان سرحدي ځواکونو د سېشنبې ورځ، د لړم په ۳۰مه د غرمې ۱۲:۳۰ بجې دغه لار تړلې ده.
د سرچینو په وینا، د تورخم دروازه وروسته له هغه د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه کله چې طالبانو له پاکستاني ډریورانو وغوښتل چې «د افغانستان د ویزې غوښتنه وکړي.»
ځايي طالبانو د تورخم دروازې تړل کېدل تاييد کړل، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.
د تورخم دروازه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ له جګړې وروسته تړل شوې وه.
که څه هم د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ښې اړیکې لري، خو په تېرو دوو کلونو کې د دې ډلې د غړو او پاکستاني ځواکونو تر منځ ډېر سرحدي کړکېچونه رامنځته شوي دي.