ولسمشر غني د لوی اختر پر ورځ (چنګاښ ۲۹) د هېواد وضعیت د بدلون لپاره د بدلون د نوي پروګرام یادونه وکړه. هغه یوه ورځ وروسته د ځواکونو په یوه ټولي کې وویل، چې تر شپږو میاشتو پورې به د جګړې وضعیت د افغان دولت په ګټه واوړي. د زمري پر اوومه، د ملي بیرغ پر ورځ، ښاغلي غني یو ځل بیاوویل، چې د حکومت د عمل پروګرام چمتو دی او وضعیت به ډېر ژر بدلون وکړي. د زمري پر لسمه، د «په الکترونیکي بڼه د کابینې» په غونډه کې يې ټینکار وکړ، تر هغه پورې چې د جګړې میدان وضعیت بدل نه شي، طالبان مذاکراتو ته نه کېني.
ولسمشر غني د زمري پر یوولسمه، د ملي شورا په ځانګړې غونډه کې د حکومت د نوي پروګرام پلان داسې اعلان کړ: «له طالبانو سره زنګون په زنګون مذاکره کوو یا يې په جګړه کې زنګنونه ماتوو.» ملي شورا دغه پروګرام ته مثبته رایه ورکړه.
د حکومت د عمل پروګرام د جګړې د وضعیت د بدلون، د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د طالبانو د پرمختګ په اړه د غبرګون او له دې ډلې سره د سولې په تړاو د جمهوریت د ناهیلۍ په سبب و. دا پروګرام په داسې حال کې اعلان شو، چې لږ تر لږه له غویي میاشتې راهیسې شپږ سوداګریز بندرونه او ۲۰۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. جګړه د حکومت د عمل پروګرام محوري ټکی و. طالبانو د حکومت له خوا د دغه پروګرام په اعلانولو سره، دولت د جګړې پلوی وباله.
له سولې ناهیلي او د طالبانو مخکې تګ ته اندېښمن ولس د دغه پروګرام ملاتړ وکړ. خلک په رښتیا د وضعیت بدلون غوښته او دغه پروګرام ورته د پايښت هیله ټوکولې وه. عمومي تمه داوه، چې دولت به د طالبانو د مرمیو ځواب په مرمیو ورکوي او له ناهیلي نظامي شاتګه به لاس اخلي. داسې انګېرل کېده، چې دولت به په دې پروګرام سره پايښت ته ورسېږي او ورپسې به له سیمو د طالبانو د شړلو لویه لار ونیسي؛ خو له بده مرغه تر دې دمه دا کار نه دی شوی.
د حکومت د عمل پروګرام د طالبانو له لاسونو د جنګ نوښت وباسي. دا پروګرام چې په وروستیو کې په بي – ۵۲ بم غورځونکو الوتکو يې ملاتړ وشو، په وضعیت کې يې بدلون رانوست. د عمومي تمې خلاف، د دغه پروګرام په اعلانولو سره دولت تر پرونه د شپږ ولایتونو مرکزونه له لاسه ورکړي وو. په دغو ولایتونو کې نیمرزو، جوزجان، کندوز، سرپل او تخار راځي. د دغه ولایتونو د مرکزونو سقوط د دې ښکارندويي کوي، چې د حکومت د عمل پروګرام په نطفه کې ناکام و.
کوم تغییرات چې د دغه پروګرام په اعلانولو سره د جګړې په ډګر کې څرګند شوي دي، باید «اوښتی بدلون» يې وبولو. دا پروګرام د دې پر ځای چې د جګړې ډګر د دولت په ګټه واړوي، په زیان یې واوښت. د جګړې ډګر دا اوښتی بدلون په ډاګه څرګندوي.
دغه اوښتي بدلون ته په کتو، ګومان کولای شو، چې لومړی حکومت د وضعیت د مثبت بدلون لپاره کومه پروګرام نه و چمتو کړی. دویم که داسې کوم پروګرام چمتو شوی وي، په عمل کې ګټور نه و. په دې ترتیب، په عمل پروګرام چې حکومت کومه هیله د خلکو په زړونو کې راټوکولې وه، بېځایه هیله وه.
د جګړې وضعیت اوس د دولت او خلکو به ګټه نه دی. د طالبانو مخکې تګ چټک دی. پر بي – ۵۲ بم غورځونکو الوتکو باور ښه دی، خو د وضعیت د بدلون لپاره کافي نه دی. که حکومت کوم پلان لري، باید ترسره يې کړي. که د طالبانو مخکې تګ شنډ نه شي، د ولس او دولت حالت به خراب شي. په دې حالت کې، دا د دولت لوړپوړي او تصمیم نیوونکي کسان دي، چې تاریخ او ولس ته به مسوول وي.
د دولت لومړي درجه مسوولان دې د شعار او بېځایه هیلو پر ځای عمل وکړي. همدا اوس هم پر دوی د خلکو باور کم شوی دی، مه پرېږدئ، چې دا باور صفر ته ټيټ شي. د وضعیت بدلون ته ځنډ مه کوئ او پر راتلونکي د خلکو هیلې ژوندۍ کړئ. ښکاره خبره ده، چې که خلک پر دولت بې باوره او راتلونکی ته ناهیلي شي، د دولت بايښت به هم یو خیال وي. دا جدي ګواښ دی.
دولت باید باور وکړي، چې طالبان شاتګ نه کوي. دغې ډلې ته په کمه سترګه کتل، د ځانوژنې په مانا ده. د دولت د بقا لپاره پکار ده، چې پر دې ډلې د فشار ټول کانالونه فعال شي. په دغو کانالونو کې د جګړې چټکتیا او ډپپلماټيک اقدامات راځي. لا هم د بقا او مقاومت لپاره فرصت شته. په وارخطايۍ او ناسمو محاسباتو دا فرصت له لاسه مه ورکوئ. امنیتي ځواکونه منظم بسیج ته اړتیا لري. ننګونې او فرصتونه باید یو ځل بیا وکتل شي او له دغو ننګونو او فرصتونو سره سم باید بېلابېلو سناریو ته چمتوالی وشي. که داسېونه شي، طالبان به د جګړې په ډګر کې د دولت زنګنونه مات کړي.