د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې تېرو څلورو لسیزو کې یوازینی ولسمشر و، چې امریکا یې هېڅ ډول نښته کې نه ده ښکېله کړې.
د امریکا پخواني ولسمشر شنبه د مارچ پر ۲۶ د جورجیا په کامرس کې خپلو پلویانو ته ویلي، نه یوازې دا چې امریکا یې کومه نښته کې نه ده ښکېله کړې؛ بلکې د دغه هېواد ځواکونه یې له عراق، سوریې سومالیا او نورو ډېرو ځایونو څخه راستانه کړي هم دي.
نوموړي خپلو پلویانو ته وویل: «په یاد مو دي، چې رسنیو جعلي خبرونه خپاره کړه او ویلي يې و، چې زما شخصیت به امریکا په جګړه کې ښکېله کړي؛ خو څنګه چې ولیدل شول، دا زما شخصیت و، چې موږ یې له جګړې وساتلو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شوه. کارپوهان باوري دي، چې دې هوکړې جګړه توده کړه او افغانستان کې د جمهوریت د پرځېدو لامل شوه.