۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې سیمهییزو سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ لامله ځان وژنه کړې ده.
سرچینې وايي چې دا ځوان عزتالله نومېده او جمعه د چنګاښ پر اتمه یې ځان د دغه ولایت مرکز جلالاباد په اوومې ناحیې اړوند سیمه کې سیند ته غورځولی دی.
سرچینې وايي چې تر اوسه د عزتالله مړی له اوبو راویستل شوی نه دی.
سرچینو د دغه ځوان د ځان وژنې لامل بې روزګاري او اقتصادي ستونزې بللې او ویلي دي چې عزتالله څه موده وړاندې کوژده کړې وه.
په ننګرهار کې ځايي طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو او په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ له زیاتېدو وروسته د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي.
څه موده وړاندې هم په ننګرهار کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو لامله ځان وژنه کړې وه.