۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) وايي چې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده.
نوموړي بنسټ، جمعه د غبرګولي پر ۲۵مه یو راپور کې لیکلي چې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې ځپونکو سېلابونو سلګونه کسان مړه کړي او تر ۱۰ زرو ډېر کورونه یې نړولي دي.
په دې راپور کې راغلي: «د تېرې میاشتې ورښتونو لږترلږه ۳۴۷ کسان مړه کړي، تر ۱۰ زره ډېر کورونه یې نړولي او سلګونه کورنۍ یې بې ځایه کړي دي.»
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ټینګار کوي چې سېلابځپلې کورنۍ بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، ماشومان ترټولو زیانمن شوې ډله ده چې له سېلابونو وروسته تر دې مهاله رواني ځورونې سره مخ دي.
غور، بغلان، فارياب، بدخشان او يو شمېر نور ولايتونه تېره مياشت د ويجاړونکو سېلابونو شاهدان وو چې سلګونه کسان يې مړه کړي او د مرستهرسوونکو بنسټونو په وينا، بشري مرستو ته يې د خلکو د اړتيا کچه لوړه کړې ده.