۸صبح، کاپیسا: طالب سیمهییز مسوولان وایي چې ناپېژاندو وسلهوالو په کاپیسا کې یوه مېرمن او د هغې دوه ماشومان وژلي دي.
دا پېښه پنجشنبه د غويي پر ۲۰مه د محمودراقي ښار د لومړۍ حوزې اړوند په قروتک کلي کې شوې ده.
د طالبانو امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپراوي سره ویلي چې یوه ۲۸ کلنه مېرمن، د هغې یو نیم کلن زوی او شپږ کلنه لور یې پر ښکاري ټوپک وژل شوي دي.
تر اوسه د دې کسانو د وژل کېدو لامل نه دی معلوم.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته جنايي پېښې او مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.
د روانې مياشتې په پېل کې هم د کاپيسا ولايت د اله سای ولسوالۍ په «پاچاقوم حسناباد» کلي کې ناپېژاندو وسلهوالو دوه ښځې ووژلې.