۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې ناپېژاندو وسلهوالو دوه کسان په ډزو وژلي دي.
سرچینې شنبه د چنګاښ پر ۹مه، ٨صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه دوه ورځې مخکې د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار اړوند په «چهل متره سړک» کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې وژل شوي کسان د جلالاباد ښار اوسېدونکي دي.
تر اوسه د دې پېښې لامل څرګند نه دی او طالب مسوولانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې وروستيو کې د ننګرهار پلازمېنه جلالاباد د زیاتو جنايي پېښو شاهد دی چې د خلکو شدیدې اندېښنې يې راپارولي دي.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې وسلهوالو غلو په دغه ښار کې یو ځوان وواژه.