ایراني چارواکو د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ایالت کې د ناپېژندو وسلهوالو له لوري د بسیج سازمان د دوو ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د ایران سپاهپاسدارن اړوند تسنیم خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه دوه کسان د یکشنبې ورځ، فبرورۍ پر ۱۱مه د زاهدان – بم اورګاډي پټلۍ پر یوه امنیتي پوستې برید کې وژل شوي دي.
د دې پېښې قربانيان محمدانور ګمشادزهي او عبدالحسين بلوچ نومېدل.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې؛ خو څه موده وړاندې د سیستان او بلوچستان ایالت د «راسک» پر مرکز د جیشالعدل ځواکونو د وروستي برید په ترڅ کې لږترلږه ۱۱ ایراني پوځیان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.
په وروستیو میاشتو کې په سیستان او بلوچستان کې وسلهوال بریدونه ډېر شوي چې په ځینو مواردو کې د دولتي ځواکونو د مرګزوبلې لامل ګرځي.
د بسیج سازمان د دوو جنګیالیو له وژل کېدو یوه ورځ وړاندې، د ایران سپاهپاسداران د خپل یوه سرتیري مرتضی حسیني چې «په سراوان سرحدي سیمه کې یې د روزنې ماموریت ترسره کاوه»، د وژل کېدو خبر ورکړی و.