۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې دغه کس اسلامالدین نومېده او د جمعې ورځ، د لړم میاشتې په ۵مه د بټيکوب ولسوالۍ په نغلو سیمه کې وژل شوی دی.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې اصلي انګيزه نه ده معلومه، خو سرچينې ادعا کوي چې اسلامالدين د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهيسې د هېواد بېلابېلو سيمو په ځانګړې توګه په ننګرهار ولايت کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.
تر دې مخکې په مرکز جلالاباد ښار کې د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال اغامحمد رودوال نامعلومو وسلهوالو له لوري ووژل شو.