۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پرګروام(WFP) وايي چې په روان ژمي کې افغانې کورنۍ له یوه ګران انتخاب سره مخ دي چې نه پوهېږي خپلو ماشومانو ته خواړه چمتو کړي که خپلې خونې ګرمې کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام دا څرګندونې چهارشنبه د مرغومي پر ۲۱مه په خپلې ایکسپاڼې کې لیکلي دي.
یاد بنسټ ویلي: «د افغانستان سخت ژمي کې کورنۍ اړې دي د خونو د تودولو او خپلو ماشومانو ته د خوړو د برابرولو ترمنځ یو انتخاب کړي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له هغو کسانو سره چې د یخنۍ له کبله ډېر زیانمننوکي دي، د اړینو خوراکي توکو پر چمتوکولو بوخت دی.»
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې خوړو ته د خلکو د اړتیاوو د زیاتېدا په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کړي چې دغه بنسټ په تېر ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کمښت له امله مرستو ته د اړو ۱۵ میلیونو افغانانو له ډلې د ۱۰ میلیونو سره خپلې مرستې بندې کړې او یوازې ۵ میلیونه کسان یې تر خپل پوښښ لاندې راوستي و.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم ويلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د ټولو اړو افغانانو له ډلې شاوخوا ۷۳ سلنې ته د خپلو پروګرامونو له لارې بشري مرستې برابرې کړي.