۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان د وضعیت په هکله په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، له کوم وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسيدلې، د دغې ډلې رژیم د «حکومتولۍ بنسټیزو مسلو» په برخه کې له کورني اختلافاتو سره مخ دی.
په دې راپور کې چې چهارشنبه د کب پر ۱۶مه خپور شو ویل شوي، د ټولشموله بنسټونو د جوړېدو او د تصمیم نیونې په بهیر کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
پر دې سربېره، د ملګروملتونو سرمنشي په خپل راپور کې لیکلي، د طالبانو د طرحو او سیاستونو پلي کولو دوام چې د افغانستان د ښځو او نارینهوو له حقونو سرغړنه کوي، ګواښوونکي دي.
هغه له طالبانو غوښتي څو بدني مجازات چې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون پر وړاندې د افغانستان د ژمنو خلاف کړنې دي، ودروي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د پوځي مخالفانو فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي چې د افغانستان د ازادۍ جبهې ځواکونو د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نیټې څخه د روان کال د جنورۍ تر ۱۰مې پورې د دغې ډلې د جنګیالیو پر وړاندې ۲۴ تایید شوي بریدونه کړي دي.
د هغه په خبره، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه تر ډېره په پروان کې فعاله ده؛ خو په خپل دوديز مرکز (پنجشېر) کې يې هېڅ بريد نه دى کړى.
ګوترېش په خپل راپور کې د طالبانو ضد پوځي ځواکونو د وړتیاوو ارزونه «ستونزمنه» بللې او ویلي یې دي چې په ټولنیزو شبکو کې د دوی د بریدونو په تړاو ګڼې ادعاوې نه شي تاییدولای.
ورته مهال، ګوترېش ټینګار کړی چې د طالبانو وسلهوالو مخالفانو دغې ډلې ته کومه سیمهییزه ننګونه نه ده رامنځته کړې.
په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست سراجالدین حقاني په خوست ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغې ډلې رهبري د «واک په انحصار» تورنه کړې وه او ویې ویلي و چې اوسنی وضعیت «د زغم وړ« نه دی.
هغه ټینګار کړی و چې په اوسنیو حالاتو کې دې د خلکو پر ټپونو مرحم کېښودل شي.