۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ترکيې ته د خپل سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره د ليدنې خبر ورکړی دی.
وېسټ شنبه د غبرګولي پر ۵مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې هغه په انقره کې په افغانستان کې د ترکیې له پخواني سفیر اوزان ارطغرل سره لیدلي دي.
د دواړو خواوو ترمنځ په دې لیدنه کې د داعش خراسان څانګې د ګواښ پر وړاندې د ګډې ډیپلوماسۍ او همغږې هڅې پر اړتیا ټینګار شوی دی.
وېسټ د خپل دوهورځني سفر پرمهال د افغانستان په شمال کې مرستندویه پروګرامونه او د هېوادوالو بشري حقونو ملاتړ مهم بللي دي.
ورته مهال د دغه سفر په هکله نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دوه ورځې دمخه ترکیې ته سفر وکړ.
تر دې دمخه نوموړی متحده عربي اماراتو او قطر ته هم تللی و او هلته یې د دغو هېوادونو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د افغانستان په هکله یې ورسره خبرېاترې کړې وې.