طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په وار وار ویلي چې افغانستان کې سراسري امنیت ټينګ دی. دغه راز هغوی ویلي چې داعش خراسان څانګه یې ځپلې ده. په وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې چاودنې وشوې چې د ځينو پړه يې داعش ډلې منلې ده. په تازه پېښه کې پرون یو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې په نیمروز کې د طالبانو د والي په دفتر کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، د طالب ځواکونو له لوري تر ډزو وروسته یې خپلو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې درې طالب ځواکونه ټپیان شوي دي.
پرون د غرمې شاوخوا ۱۲:۵۴ دقیقې زرنج ښار د ځانمرګي برید او وسلهوالې نښتې شاهد و. یو ځانمرګي بریدګر له دوو پوستو تر ترېدو وروسته ځان د والي دفتر ودانۍ ته نږدې کړی و. ویل کېږي چې ځانمرګي بریدګر غوښتل په هغې غونډه کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړی چې په نیمروز کې د طالبانو والي محمدقاسم خالد له څو نورو رییسانو سره غونډه لرله؛ خو بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې د والي د ساتونکو له لوري ووژل شو.
ځايي سرچینې وايي چې د ځانمرګي بریدګر او طالب ځواکونو ترمنځ د نښتې پر مهال د دې ډلې درې ځواکونه ټپيان شوې دي.
ورته مهال ځینې سرچینې وايي چې د نیمروز د ولایت مقام ته د ځانمرګي بریدګر ننوتل او له څو پوستو تېرېدل د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو ښکارندوي کوي. د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې دوه ځانمرګي بریدګر و چې یوه یې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او د بل په اړه یې تراوسه مالومات نه شته.
د یوې سرچینې په خبره، کوم ځانمرګي بریدګر چې خپلو چاودېدونکو توکو ته یې د نیمروز د ولایت په مقام کې چاودنه ورکړه، د یوه لارښود په مرسته له دوو پوستو تېر شوی و او د والي د امنیتي ځواکونو له لوري په نښه شو.
په نیمروز کې د طالبانو له منځه یوې سرچینې تایید کړې چې له ځانمرګي بریدګر سره تومانچه هم وه او له ۲۰ کالو یې عمر کم و. د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې، بریدګر پر طالب ځواکونو ډزې وکړې او موخې ته له رسېدو وړاندې یې ځان ته چاودنه ورکړه چې په پاېله کې د والي د سکرټر په ګډون یو ساتونکی ټپي شو.
دا ځانمرګی برید داسې مهال د طالبانو پر والي شوی چې له دې وړاندې هم د داعش خراسان څانګې له لوري لوړپوړي طالب چارواکي د بریدونو ښکار شوې دي.
له دې وړاندې د بلخ والي او د طالبانو مشر ته نږدې محمدداوود مزمل په خپل کاري دفتر کې د بم د چاودنې له کبله ووژل شو. نوموړی هم د اداري ناستې پر مهال تر برید لاندې راغلی و.
د یادونې وړ ده چې طالبان داسې مهال د سراسري امنیت د ټينګښت خبره کوي چې تېره اوونۍ د کابل په ګډون په بلخ کې هم چاودنې وشوې. په دې چاودنو کې څو کسان مړه او څو نور بیا ټپيان شول. په دې اړه د کابل د امنیې قوماندانۍ ویلي و چې د کابل په دشتبرچي سیمه کې د چاودنې له امله پنځه کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوې دي.