۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې ترکاري او میوه پلورونکو د طالبانو ښاروالۍ پر وړاندې احتجاج کړی دی.
سرچینې وايي چې دغو کسانو سهشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه له هغې وروسته احتجاج وکړ چې طالبانو ترې ډېر مالیات واخیستل.
ترکاري او میوه پلورونکي وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کار پیکه شوی؛ خو مالیات ترې ډېر اخیستل کېږي.
هغوی زیاتوي چې څو وارې یې چارواکو ته په دې اړه شکایت کړی؛ خو هغوی ورته پام کړی نه دی.
په جلالاباد کې د طالبانو ښاروالۍ تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
پر هېواد د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته بېوزلي او بېکاري ډېره شوې ده.
له دې وړاندې د هېواد په ځينو نورو ښارونو کې هم هټیوالو له درنو مالیاتو سر ټکولی وو.