۸صبح، کابل: د هېواد د هواپېژندنې ادارې په ۲۴ ولایتونو کې د سېلابونو او ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغې ادارې یکشنبه د زمري پر دویمې پر خپلې فېسبوکپاڼه لیکلي، چې نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، غزني، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، وردګ، لوګر، خوست، دایکندي، روزګان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل ولایتونه به د زمري له ۲ تر ۳ د بارانونو شاهد وي.
د هېواد د هواپېژندنې ادارې د ورښتونو کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو اعلان کړې ده.
تېرو دوو ورځو کې هم سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته ځاني تلفات او درانه مالي زیانونه اړولي دي.