په تېرو څو لسیزو کې د ځمکې د کرې تودخي او د اقلیم بدلون، د سیمې پر وضعیت درانه اغېزې پرېښي چې افغانستان په هغه موقعیت کې دی. د دیپلمات مجلې له خولې، وړاندوینه کېږي چې د باران اورښت د روانې پیړۍ تر پای ته رسېدو پورې 30 سلنه کم شي. دغه راز ویل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې د نړۍ نیم جمعیت د کافي اوبو په فاقدو سیمو کې به ژوند وکړي.
د نړۍ د سرچینو د انستیوت د 2023 راپور پر بنسټ، افغانستان او څلور ګاونډي یې د 30 هېوادونو په ډله کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. افغانستان په 28 ردیف کې او څلور ګاونډیان یې په بد وضعیت کې دي.
ایران په 8 درجه کې، پاکستان په 14 درجه کې، ترکمنستان په 15 درجه کې او اوزبیکستان په 25 درجه کې دي. زمونږ دوه شمال ختیځ هېوادونه تاجیکستان په 46 درجه کې او چین په 51 درجه کې دي چې په ښه وضعیت کې دي.
د یادولو وړ ده چې هند په 13 درجه کې او قزاقستان په 56 درجه کې دی. د یاد شوي راپور له مخې، لس هغه هېوادونه چې تر ټولو د اوبو له شدید کمښت سره مخ دي، د اریتریا په استثنا ټول په منځني ختیځ کې دي. د دغه لړلیک په سر کې د قطر هېواد، له هغه وروسته په ترتیب سره اسرائیل، لبنان، اردن، لیبیا، کویت، عربستان، ایران، اریتریا او عربي متحده امارات ذکر شوي دي.
منځنی ختیځ او مرکزي اسیا، د اقلیمي بدلونونو له پلوه د نړۍ تر ټولو زیانمنونکو سیمو نه دي. د هوا د ګرمښت زیاتوالی د طبیعي یخچالونو د ذب کېدو، د اوبیزو سرچینو کموالي، د طبیعي مصیبتونو د زیاتوالي لکه وچکالي او د سیل او ګرد د جاري کېدو لامل کېږي.
له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې اوه ویشتمه نړیواله ناسته تېر کال د لړم په مېاشت کې د مصر په شرم الشیخ په ښار کې جوړه شوه. د ملګرو ملتونو د راپور پربنسټ په یاده ناسته کې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو له پلوه شپږم زیانمنونکی هېواد دی. په افغانستان کې د تېرو څو کلونو وچکالي او له بل پلوه، د سیلابونو راوتل، خلکوته ډېر زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي اداره (اوچا) ګواښ ورکړی چې افغانستان د ګرمښت د زیاتوالي د اورښت کموالي او د ځنګلونو د لمینځه تللو په پایله کې، له سخت اقلیمي ناورین سره مخ دی. یاد راپور کې ویل شوي چې د 1990 او 2002 میلادي کلونو ترمینځ، د افغانستان نیمايي ځنګلونه لمینځه ولاړل او اوس مهال د هېواد له دوو ثلثو نه ډېر نفوس د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نلري. دغه اداره وايي چې په تېرو اویاو کلونو کې، د حرارت درجه شاوخوا 1.8 درجه سانتي ګراد زیاتې شوې او وړاندوینه کیږي چې تر 2050 کال پورې به، 1.5 درجې نوره هم زیاته شي. د درجې د زیاتوالي د داشان پایلې ناورین زېږوي. (آزادي راډیو، د لړم 20مه 1401)
د پراختیا د نړۍوال مرکز تازه څېړنې د کوهستانونو د یوځای کېدو، ددې ښکارندويي کوي چې د همالیا او هندوکش طبیعي یخچالونه د 65 سلنې په سرعت له تېر څخه ډېر اوبه شوي او د 2010 تر 2019 کلونو ترمینځ، شاوخوا 0.28 ددغو یخچالونو له لوړوالي کم شوي و. د 2000 او د 2010 کلونو ترمینځ شاوخوا 0.17 متره د یادو یخچالونو له لوړوالي کم شوي و. که چېرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، هندوکش تر 2030 کال پورې، نږدې 80 سلنه خپل یخچالي پوښښ له لاسه ورکوي. افغانستان ددغو غرونو په مرکز کې دی او ددغو یخچالونو له کموالي نه به زیانمن شي. د امو، هلمند او کابل سیندونه له دغو یخچالونو سرچینه اخلي. دا امر د زمکې لاندې د اوبو د کموالي لامل کیږي. په درو کې د اوبو کموالی، د بوټو د پوښښ د کموالي لامل کیږي او په پایله کې، درې چې اوسمهال د میلیونونو تنو د ژوند کولو ځای دی، د ویجاړونکو سیلابونو تر ګواښ لاندې به راشي.
لکه څنګه چې یادونه وشوه، د نړۍوالو سرچینو د انستیتوت د وړاندوینې پر بنسټ، په افغانستان او ترڅنګ یې په سیمو کې، د څو لسیزو په پرتله اورښتونه 20 سلنه کم شوي دي. په لویو ښارونو کې، د زمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او ورسره، طبیعي یخچالونه، د افغانستان د لویو سیندونو د اوبو د ټینګښت اصلي او عمده سرچینې، په تیزۍ اوبه کیږي. د متحده ایالتونو د زمکې پېژندنې د سازمان په تخمین، د زمکې د کرې درې څلورمه د خواږو اوبو برخه په طبیعي یخچالونو کې دي؛ یعنې د نړۍ د د خواږو اوبو ذخیرې، یخچالونه دي.
د افغانستان اوبه د یخچالونو په اوبو کېدو پورې تکیه وې او هغوی سیندونه روان ساتي او په دوبي کې کرنیزې زمکې خړوبې ساتې. د یخچالونو په اوبو کېدو، په پیل کې کېدای شي د اوبو جریان زیات شي او د یوه مودې لپاره احتمال لري ثابتې پاتې شي، خو وروسته د جبران ناپذیره دوره پیلیږي.
په وروستیو کې په هلمند کې د اوبو د سنجش له دستګاه نه د ایران د مسلکي پلاوي په لیدنه کې چې اوبه ډېرې کمې شوي دي ( اوه متره په سانیه کې) په هغه اعلامیه کې چې په دې اړه خپره شوې، راغلي دي چې ارغنداب، موسی قلعه، ارغستان او ترنک، د هلمند د سیند مرستیالان، نږدې وچ شوي دي او ویل شوي دي چې دا حالت د وچکالۍ او د اقلیم د بدلونونو له امله رامنځته شوی دی.
د آمو سیند د قرغیزستان، تاجیکستان او افغانستان له غرونو سرچینه اخلي او د هغه اوبه عمدتا له طبیعي یخچالونو ترلاسه کیږي. ددغو یخچالونو حجم تقریباْ 40 سلنه کم شوی دی او په نږدې راتلونکي کې د هغه اوبه به نورې هم کمې شي.
دغه راز، د افغانستان د سیندونو نورې اوبه ډېرې کمې شوي او یا د دوامداره وچکالۍ له امله او د طبیعي یخچالونو په اوبو کېدو د اوبو د کمېدو له خطر سره مخ دي. باید یادونه وشي چې د اروپا قاره چې په ډېرو اوبو شهرت لري، په ځانګړي ډول د لویدیځې اروپا، اوبه کمې شوي د هغې دوه لوی سیندونه یعنې دانیوب او راین چې شمال بحیرې او تورې بحیرې ته تویږي، د مواصلاتي لویه لاره هم وه، خو دا مهال د اوبو د کموالي له امله په ځینو سیمو کې کښتۍ تګ راتګ نه کوي. له همدې امله، د اقلیم بدلون او تودخه نړیواله او جدي مساله ده چې باید د هغه لپاره نړیواله حل لاره وموندل شي.
په پای کې باید ووایو چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د اوبو له پلوه په ښه وضعیت کې دی، خو دا ښه والی نسبي دی او په هېڅ ډول نباید له راتلونکو ګواښونو بې خبره پاتې نشو. د افغانستان د اوبو ستونزه ډېره ده او همدا اوس، د زمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې، د سیندونو اوبه کمې شوي او طبیعي یخچالونه د لمینځه تللو په لوري د حرکت په حال کې دي. په ښارونو په تېره په کابل ښار کې د څښلو اوبه، لویه ستونزه ده. ډېری کرنیزې زمکې له کښت نه پاتې شوي.
که چېرې دا وضعیت د نفوس د ورځ تربلې د زیاتوالي، د دولت او نظام د لمینځه وړلو او ښوونی نظام او د بازار ترڅنګ کېږدو، لوی ناورین زمونږ په مخکې دی. د اوبو له پلوه داسې هېوادونه په سیمه کې شته چې له افغانستان نه په بد وضعیت کې دي، خو شمېر هېوادونه لکه اسراییل د اداري، علمي او فني وړتیا له پلوه ډېر پرمختللي دي او له کمو امکاناتو او فرصتونو لویه ګټه اخلي.
د فارس خلیج نفت لرونکي هېوادونو په زیات لګښت سره، د خپلو ساحلونو تروې اوبه خوږې کړې او د څښلو او کرنې لپاره ترېنه ګټه اخلي. 80 سلنه اوبه چې په عربستان کې مصرفیږي، له سمندر نه یې اخیستل کېږي او خوږې کېږي. د نړۍوال بانک د شمېرنو پربنسټ، په نړۍ کې نږدې 60 سلنه د سمندر د اوبو خواږه کېدل، په منځني ختیځ کې ترسره کیږي.
د افغانستان د اوبو ستونزه د مدیریت وړ ده؛ خو لومړی شرط د مسلکي او د انساني او علمي تدابیرو د ملاتړ نظام رامنځته کول دي. د زمکې د لا وچکالي او د سیلابونو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره، په اوبه ییزو فرصت د موسمي سختو بارانو د تبدیدیلو لپاره او همدارنګه د اوبیزو محدودو سرچینو نه د سمې ګټې اخیستنې په موخه، افغانستان مسلکې او عصري ادارې او پرمختللي ښوونیز او تحصیلي نظام ته اړمن دی. اړتیا ده ترڅو داسې شرایط برابر شي چې د افغانستان بشري ځواک د مهارت او هنر څښتن شي او کورنۍ او خلک د نفوس په کنترول او د سرچینو په مدیریت کې ونډه واخلي. هرکله چې مسووله دولت ولرو، اوبیزې شخړې به هم مدیریت شي.