په نویمو کلونو کې چې کله طالبان د لومړي ځل لپاره د هېواد له سویل او سویل لوېديځو سيمو را وټوکېدل او په لنډ وخت کې د هېواد پر لویه برخه خپاره شول، د ډېری ولایتونو د چارو کنټرول يې تر لاسه کړ نو هغه وخت د ایران، تاجکستان او ځينو نورو هیوادونو په ګډون هندوستان هم د طالب مخالف جهت پلوي کوله. نه یوازې يې د طالبانو مخالفې څرګندونې کولې؛ بلکې په عملي توګه يې د طالب ضد وسلهوالو مخالفانو سره مالي همکاري کوله.
دا تر هغه وخته څو په هېواد کې د طالب نظام د غرب په نظامي مداخله پای ته ورسېد او پر ځای يې د لوېديځ له ملاتړ څخه برخمن جمهوري نظام جوړ شو. هندوستان هم له پيله د هغه نظام ملاتړ ته را ودانګل، دغه هېواد د افغانستان د جمهوري نظام یو له مهمو ملاتړ کوونکو څخه و.
د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، دا فکر کېده چې هندوستان به بیا هم د طالبانو د مخالفو ځواکونو خوا نیسي، خو د تېر پر خلاف، دا ځل هندوستان هڅه کوي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړي. د طالبانو تر راتلو وروسته هندوستان په کابل کې خپل سفارت پرانیستی، تر دې وروسته يې نوي ډيلي کې هم له پخوانیو افغان ډیپلوماټانو تر یوه حده سفارت خالي او طالبانو ته د نژدو سرچینو په وینا چې طالبانو ته يې ور کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو هم دا خبره کړې وه چې راتلونکو څو ورځو کې يې دوی ته ور کوي چې ښايي دا کار شوی هم وي.
مهمه پوښتنه دا ده چې هندوستان دا دا ځل ولې د طالب مخالف جهت پر ځای د طالبانو ملګرتیا ته زړه ښه کړی دی؟ دا پوښتنه د سیمې وضعیت او د هندوستان مخ پر وده اقتصاد او ځواک ته په کتو ډېر زیات ارزښت لري.
په دې کې شک نه شته چې هندوستان د سیمې په کچه پياوړی اقتصاد لري او په نظامي ځواک يې هم حساب کېدای شي. هند له خپلو دوو ګاونډیانو سره پر سرحدونو ستونزې لري، یو پاکستان او بل چین دی. له چین سره یو څه وخت وړاندې هم پر سرحد د دواړو ځواکونو ترمنځ یوه نيښته شوې وه چې زیات شمېر هندي سرتیري په کې وژل شوي وو.
هند له خپلې ازادۍ راهیسې پاکستان سره څلور جنګونه په ( ۱۹۴۸م، ۱۹۶۵م، ۱۹۷۱م او ۱۹۹۹م) کې کړي دي. بل خوا بیا پاکستان هم له دوو ګاونډیو هېوادونو (هندوستان او افغانستان) سره شخړې او لانجې لري، د پاکستان جوړېدو ته افغانستان په ملګري ملتونو کې منفي رایه ور کړې وه، نو له همدې ورځې دغه دوه هیوادونه یو بل ته په ښه سترګه نه ګوري.
د افغانستان په داخلي کړکیچونو کې زیاتره وخت پاکستان ډېر ښکېل وي، د طالبانو په تېره دوره کې نه یوازې پاکستاني افراطیان افغانستان کې دننه موجود وو، بلکې پاکستاني استخباراتو هم زموږ د هیواد هر ځای ته په اسانۍ لاس رسی در لود. د هغې دورې یوه ترخه خاطره د هندوستان لپاره دا هم وه چې پاکستاني افراطیانو د خپلو ملګرو د خوشي کولو لپاره هندۍ الوتکه وتښتوله او بیا يې افغانستان ته راوسته، چې مقابله کې يې مسعود اظهر او نور کسان ازاد شول او الوتکه د کندهار له میدانه بېرته هند ته وسپارل شوه.
له طالبانو سره د پاکستان نږدي انډیوالي هندوستان ته ګرانه تمامه شوه. بل خوا هند چې دلته له چا سره انډيوالي کوله، هغوی په خپلو کارنامو سره هند ناهیلی کړ. د تېر دولت سقوط د هند پر ټولو هیلو خاورې واړولې او په سیمه کې د خپل حضور د ساتلو او خپل مخالف د ورکولو یوازينۍ لار له طالبانو سره په ښه تعلقاتو کې ولیده.
هند ولیدل چې دوی په خپلو ملاتړو کوم مصارف وکړل، هغه ټول برباد شول، بالمقابل چې پاکستان پر طالبانو او جهادیانو دوه ځله پانګونه وکړه، نو پایلې يې خورا مثمرې وې. د هندي چارواکي هوښیار دي، هغوی دوه ځله یوه خطا نه تکراروي، له دې امله يې دا ځل د طالبانو د مخالفت پر ځای موافقت او دوستۍ ته مخ کړې ده، چې په نتیجه کې يې طالبانو هم شین څراغ ور ښکاره کړی دی او له پاکستان سره يې اړیکې ورځ تر بلې خرابۍ ته روانې دي.
د خپل هېواد له حالاتو موږ تر بل هر چا زیات خبر یو، دا خبره روښانه ده چې د الدولة الاسلامیة خراساني ګروپ د طالبانو د واک ننګونو پرېمانه هڅې وکړې، خو طالبانو د خپلو غربي ملاتړو(متحده ایالات) په همکارۍ وځپل او داعش خراسان څانګه يې د سر پورته کولو ته پرېنښوده. طالبانو ته دا روښانه شوې ده چې د داعش ملاتړ په سیمه کې یوازې پاکستان کوي او د دغې ډلې همفکره وګړي پاکستان او د افغانستان هغو سرحدي سیمو کې زیات دي چې په پاکستان سره پر کرښې ته نژدې پراته دي.
زما په ګومان طالبان په هېواد کې دا ځل د خپل واک لپاره جدي کواۍ نه ويني، د نړۍ له تر ټولو لوی ځواک سره يې پټ د یارانې مزی غزولی دی، پرېمانه ډالر ورته را روان دي او د دوی د مخالفو جهتونو ټک تر خوله نه خېژي، نو دوی د خپلې بقا لپاره د سیمې هیوادونو ته اړ دي چې ورسره ښه تعلقات او تعامل ولري، چې همدغه کار يې د پاکستان نه دی خوښ، پاکستان له ډېره وخته دا هڅه کړې ده، چې د افغانستان خارجه پالیسي دې د دوی په خوښه تنظیم شي، له دې امله زموږ د هیواد یو نظام هم له پاکستان سره په اړیکو کې پر مخ نه دی تللی، خو له هند سره يې تعلقات ډېر وخت دوستانه وي، ځکه هند د پاکستان په شان سختې غوښتنې نه لري.
دې برخه کې یو مهم فکټور دا هم دی چې نږدې شلو کلونو کې پاکستان د طالبانو او د دوی د همفکره القاعده جګړه مارو پر سر سوداګري هم کړې ده. په سلګونو کسان يې نیولي او بیا د ډالر په مقابل کې امریکایانو ته سپارلي دي، پر دې خبره د پاکستان پوځي مشر جنرال پرویز مشرف په خپل کتاب(د اور په لیکه) کې اعتراف هم کړی دی.
له طالبانو سره د پاکستان ناځوانيو به هم هغوی د یوه بدیل پيدا کولو ته هڅولي وي. په سیمه کې د پاکستان تر ټولو ښه بدیل له هندوستان پرته بل هیواد نه شي کېدلای. د افغانستان ستراتيژيک موقعیت ته په کتو دواړه هیوادونه له افغانستان سره دوستي کې سیالي کوي، چې دا ځل هندوستان له پاکستان څخه په دې سیالي کې مخته روان دی.
که طالبان او هندوستان وتوانېدل چې مشترکات رامنځته کړي، یو او بل ته په نږدېوالي کې خپلې ګټې ولټوي او دغه چاره دوام ومومي، نو د پاکستان لپاره به دا ګام نه جبرانېدونکی نقصان ولري.
له هندوستان سره د طالبانو دوستي ما ته دا ځل ځکه شونې ښکاري چې طالبان دا ځل پر پاکستان د فشار لپاره وسیله په لاس کې لري، د بلوچستان بلوڅان او د تحریک طالبانو پاکستان دوې هغه وسیلې دي چې پاکستان دا نن ورځ ور څخه کړولی ګرځي. دا خبره چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، نو باید هغوی يې هر وخت تر کنټرول لاندې وي، تر یوه حده سمه ده، خو ټول وخت دا صدق نه شي کولای. انسان ربوټ نه دی چې هر وخت يې څنګه وغواړې، هغه ډول يې لوبولای شې. هر انسان خپل فکر لري، خپلې ګټې لري او عقده اخلي، دا ځل پاکستان هغه مارګیر دی چې خپل مار چیچلی دی.
دوی پر طالبانو د فشار وسیله نه لري. امریکا، چین، روس او دغه ډول ستر قدرتونه کولای شي چې که طالب غوندې یوه ډله يې خبره ونه مني، مقابل کې يې بله ډله ملاتړ کړي او طالب یا بله ډله د خپلو غوښتنو عملي کولو ته اړه کړي، خو دا مهال پاکستان په دغه ډول موقف کې نه دی، د خپلو ګڼو داخلي ستونزو تر څنګ يې اقتصادي بېړه داسې اوښتې ده چې که پرېکنده مخلصانه ګامه ورته وانه خیستل شي، نو شونې نه ده چې له دې مخ پر ځوړه اقتصادي حالت څخه دې پاکستان بیا روغ را ووځي. نو په دې وضعیت کې پر طالبانو فشار نه شي واردولای چې د دوی غوښتنې او خبرې به خامخا مني. بالمقابل هندوستان په داسې موقف کې دی چې طالبان يې د ملګرتیا لپاره زړه ښه کولای شي او د هغه ملګري په دې ورته ارزي چې دوی د پاکستان غوندي یو هېواد ورته خپه کړي.