د چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر۱۹مه داسې څه پېښ شول چې د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو وروسته ورځو کې یې د کابل د هوایي ډګرخواشینونکي او ټکان ورکونکې صحنې را په یاد کړي. داسې ګنګوسې خوله په خوله شوې، چې له ترکيې نه الوتکې را رسېدلې څو په ترکيه کې له زلزله ځپلو کورنيو سره د مرستې په موخه يو شمېر افغانان دغه هېواد ته بوځي. د دې اوازې خپرېدل د دې لامل شول چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو او له ګاونډیو ولایتونو نه زرګونه کسان هغو ځایونو ته ځانونه ورسوي چې هوایي ډګر ته نږدې دي او د هوايي ډګر ترمینل ته د ننوتو هڅه وکړي، چې طبعاً د طالب ځواکونو له تاوتریخجن چلند سره مخ شول.
د خیال پرنیلۍ یو شمېر سپرو شنونکو د تل په څېر، خلک ګرم وبلل او پر هغوی یې په بې بنسټه اوازو او خبرونو د باور کولو له امله نیوکه وکړه او د هغوی پرساده توب یې ملنډې ووهلې. د دغه ډول شنونکو عادت دا دی چې تر دې مخکې چې پېښې او حادثې درک کړي، هڅه کوي چې له کاروانه شاته پاتې نه شي او د هرې پېښې لپاره ژر پرېکنده او روښانه تحلیل وړاندې کړي، له دې پرته چې د وضعیت د شننې لپاره اړینه نظري وړتیا ترلاسه کړي، ځانونه جامعالکمالات ګڼي او په هره برخه کې د ویلو لپاره خبرې لري.
خو که دا پېښه په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو سره مطالعه او وڅېړل شي، نو په مټ یې هغه څه انځورولای شو چې په افغانستان کې روان دي. واقعیت دا دی چې دغه شنونکي خلک د ژر باورکولو او د افواهاتو تر اغېز لاندې د راتلو له امله ګرم بولي، خو له ځانه نه پوښتي چې کومو ټولنیزو یا رواني عواملو خلک داسې حالت ته رسولي چې په ناخبرۍ کې په ګنګوسو پسې ګرځي او هغه بشپړې ريښتیا ګڼي.
د شمس او مولانا د ملګرتیا کیسه د مولانا په ژوند کې ترټولو مشهوره کیسه ده. کله چې شمس تبریزي په دویم ځل ورک شو او مولانا په بې صبرۍ سره د هغه بیرته راستنیدو ته انتظار و، په ټولنه کې د هغه په اړه ضد او نقیض خبرونه خپاره شول. ځینو خلکو ویل چې شمس مړ یا وژل شوی دی، ځینو د مولانا د خوشالولو او له هغه نه د قیمتي ډالۍ ترلاسه کولو لپاره، په دروغو د شمس د لیدو خبره کوله او هغه به هم سملاسي ډالۍ ورکوله. د مولانا شاوخوا خلکو ورته ویل چې دا زیری کوونکي دروغ وایي څو له تا ډالۍ واخلي. مولانا به ویل: زیری یې ناسم و، ځکه مې دا ډالۍ ورکړه که رښتيا واى؛ نو ما به خپل سر د هغه چا په قدمونونو کې اېښی وای چې دا زیری یې راباندې کاوه. د دې کیسې د بیانولو موخه دا ده چې له افغانستانه د تیښتې په اړه د ګنګوسو خپرېدل، تر دې زیات چې د خلکو د ساده توب او ماشومانه خوی ښکارندویي وکړي، د هغوی ناوړه رواني وضعیت ښيي. طالبانو افغانستان د افغانانو لپاره په لوی زندان بدل کړی او خلک له هېواده د تېښتې لار لټوي. په دې لړ کې، ان ګنګوسې او ناسم خبرونه هم هغوی هڅو او هستریک غبرګون ته هڅولای شي.
په تيرو يو نيم کال کې افغانان د لسګونه کلونو په اندازه له کړاوونو او ذهني فشارونو سره مخامخ شوي دي. هغه ولس چې د بن له تړون وروسته یې په تېرو شلو کلونو کې د انساني ژوند لږ څه خوند څکلی و او په معاصرې نړۍ کې د ژوند له مزایاوو برخمن شوي وو، د طالبانو په راتګ سره یې ناڅاپه هر څه له لاسه ورکړل او له داسې واکمنو سره مخ شول چې د منځیو پېړیو تیاره فکرونه لري او هوډ لري چې هیواد پیړۍ پیړۍ شاته بوځي. دا نوي راغلي واکمنان د دين د ساتنې په پلمه د پرمختګ او تمدن له ښکاره مخالفت او د خلکو د نړۍ له بربادۍ ډډه نه کوي.
له پخوا راهیسې د افغانستان ډېری خلک بهر ته کډوالېدو ته لېوالتیا لري، خو په تېر یو نیم کال کې دغه لېوالتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده. د ځينو شنونکو د خبرو پر خلاف چې ادعا کوي د افغانستان خلک بهرنيو هېوادونو په تېره بيا لوېديځو هېوادونو ته د کډوالۍ په اړه ناسم تصور لري او ګمان کوي چې هلته ډالر په ونو پورې ځړېدلي دي، خلک په لوېديځ کې د ژوند په اړه سم درک لري. نن ورځ، هرڅوک په لویدیځ کې یو خپلوان یا ملګری لري چې ورته په لویدیځ کې د ژوند کولو ګټې او زیانونه بیانوي. په داسې وخت کې باید خلک بې خبره ونه ګڼو چې نړۍ په یوه کوچني کلي بدله شوې ده. له هیواده د خلکو او ځوانانو مهاجرت د دې پرځای چې خوښۍ او آرامۍ ته د رسېدو لپاره وي، د ظلم او بدمرغۍ له وېرې دی. د طالبانو تر ولکې لاندې خاوره کې خلک نه ځاني خوندیتوب لري او نه هم مالي. طالبان هره ورځ د خلکو پر ژوند د محدودیتونو د لګولو لپاره نوي قوانین او مقررات پلي کوي. طالبان په اسانۍ سره د خلکو شخصي حریم تر پښو لاندې کوي او هغوی له پوښتنو ګروېږنو، توهین او سپکاوي سره مخ کوي. ښځې یې په کورونو کېنولي او د غلامانو په څېر چلند ورسره کوي. نجونې له زده کړو بې برخې شوې. د هېوادوالو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زياتېږي او له تنګسې سره مخ کیږي. د افغانستان د منځنیو پیړیو واکمنان د تشبثاتو او کار پیدا کولو لپاره هیڅ پلان نه لري. بې له شکه که د نړیوالې ټولنې بشري مرستې د افغانستان خلکو ته نه وای رسېدلې، موږ به د یوه بشپړ بشري ناورین شاهدان وای.
ومې لوستل چې د طالبانو یو شمېر پلویانو هغه کسان چې د تېښتې په نیت د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو، له وطن سره د مینې په نه لرلو او د وطن پالنې د رګ په نه لرلو تورن کړي وو. واقعیت دا دی چې وطن او هېواد انتزاعي او ذهني مسایل دي. وطن په خلکو آباد دی نه په بل څه. کله چې انسان په خپل ټاټوبي او وطن کې له هر ډول ظلم سره مخ وي او د غږ اورېدو څوک یې هم نه وي، نو ورو ورو یې د ټاټوبي او وطن په اړه احساسات بدلیږي او ان د خپل وطن پر وړاندې یې کرکه پیدا کیږي. له هغه وطن سره د مینې لپاره هېڅ دلیل نشته چې ونه کړای شي یو چاته پتمن ژوند برابر کړي. طالبان د افغانستان د وګړو له یوې لویې برخې سره په منځنيو پیړیو کې د جګړې د اسیرانو په توګه چلند کوي. په داسې حالت کې تاسو له ولسه دا تمه لرۍ چې له هغه وطن سره چې طالب نیولی دی، د خپلوۍ احساس ولري؟ له افغانستانه د خلکو تېښته له خپل وطن سره د هغوی د مینې نشتوالی نه ښيي، بلکې د طالبانو له واکمنۍ نه د هغوی د کرکې ښودنه کوي.
کله کله یوه وړه پېښه سترو حقیقتونو ته سترګې پرانیزي. د ۱۴۰۱ کال د سلواغې پر۱۹مه، د کابل هوايي ډګر ته د خلکو راتګ یو ځل بیا څرګنده کړه چې خلک د «اسلامي امارت» تر سیوري له ژونده ستړي شوي او د تیښتې لپاره په هر کار لاس پورې کوي. خلک له حکومته تمه لري چې هوساینه او سوکالي ورته برابره او د ځاني او مالي امنیت ډاډ ورکړي. په دې پورې کار نه لري ، چې دا حکومت د اسلام په نوم جوړېږي او که بل نوم. که د طالبانو مشران قوي ذهن او انتقادي شعور ولري، له دا ډول پېښو نه د خپلې حکومتولۍ د بڼې د بدلولو لپاره کار اخیستلای شي. خلک د حکومتونو شعارونو ته پام نه کوي، بلکې کړنو ته یې اهمیت ورکوي. هغه حکومت چې خلکو ته د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو فضا نه شي برابرولای، یو غیر موثر او غیر مشروع حکومت دی. دا مهمه نده چې نوم او سرلیک یې څه دی. په ننني پېر کې خلک په غلوونکو ژمنو او تشو شعارونو نه شي قانع کيدلای.