ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ځايي خلک شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغو ولایتونو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی. د طالبانو په رژیم کې د بې روزګارۍ پراخه څپه، له دولتي دندو د پخوانیو نظامي او ملکي مامورینو ګوښه کول او نشه يي توکو ته آسانه لاسرسی پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي له لاملونو بلل کیږي. طالبان تل پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې خبره کړې، خو د ننګرهار او لغمان اوسېدونکي د طالبانو دغه اقدام لنډمهالی او ننداریز ګڼي.
د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار اوسېدونکي وايي، د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، چې ګڼې اندېښنې یې پارولي او چاپېریال یې اغېزمن کړی.
دوی وايي، د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او ولسوالیو کې د نشه يي توکو د پلور مرکزونه تر بل هر وخت ډېر شوي، چې ورسره سم ورځ بلې ته پر نشه يي توکو د اخته کسانو شمېر زیاتېږي.
د جلال آباد ښار اوسېدونکی هدایت الله د یادې چارې د زیاتوالي پړه د طالبانو پر رژیم اچوي، چې په خبره یې د دغه رژیم د ناسمې پالېسۍ او ولس غولونې له امله د خلکو ستونزې زیاتې شوي او پر مرګوني عمل اخته شوي.
هدایت الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « د پخواني حکومت په وخت کې هم معتادین د جلال آباد ښار په یو شمېر څنډو کې وو؛ خو له کله چې پخوانی حکومت سقوط او طالبان واک ته رسېدلي د معتادینو تعداد زیات شوی، علت یې دا دی، چې خلک بېکاره شوي، نه دولتي وظیفې شته، نه شخصي وظیفې شته او نشه يي مواد په ډېرې آسانۍ ترلاسه کوي، چې له امله یې هره ورځ په نشه یي موادو د اخته کسانو تعداد زیاتېږي، چې زیاتره یې ځوانان دي.»
د ننګرهار اوسېدونکي دغه راز وايي، د طالبانو په رژیم کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو کورنیو د اقتصادي ستونزو او ناچارۍ له امله د جلال آباد ښار په واټونو کې سوال کولو ته مخه کړې، چې ورځ بلې ته دا شمېر هم په زیاتېدو دی.
د جلال آباد ښار اوسېدونکی خیر الرحمن اندېښنه لري، که طالبان خلکو ته د کاري بوختیاوو زمینه برابره نه کړي؛ ښايي په نږدې راتلونکې کې پر نشه يي توکو د روږدو او د هغوی د سوالګرو کورنیو شمېر څو برابره زیاته شي.
دی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « ما ډېرې داسې کورنۍ لیدلي، چې سرپرستانو یې د پخواني نظام پرمهال دندې درلودې او د ژوند ورځې شپې پرې ښې سبا کېدلې؛ خو کله چې طالبان راغلل او هغوی یې په کور کېنول د بېکارۍ له امله یې کوچنیو اولادونو او مېرمنو سوال کولو ته لاس غځولی، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د معتادینو او د خیر غوښتوونکو شمېر په زیاتېدو دي.»
په ورته وخت کې د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکي او هټۍ وال هم شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر زیات شوی، چې عامو خلکو او هټيوالو ته یې ستونزې جوړې کړي. دغه هټیوال زیاتوي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر لومړي کال پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل کړی و، خو دا اقدام یې ننداریز و او د تبلیغاتي وسیلې په توګه یې ترې کار واخیست.
د لغمان ولسي خلک او هټۍ وال غوښتنه کوي، چې طالبان دې په هېواد کې د کاري فرصتونو برابروالي ترڅنګ پر نشه يي توکو د روږدو د را ټولونې او درملنې پراخ کمپاینونه پیل کړی؛ ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې له منځه لاړې شي
د مهترلام ښار یو تن هټۍ وال اسلام الدین الکوزي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: « په مهترلام ښار کې نشه یان او پوډریان دومره زیات شوي، چې مونږ د خپل دوکان مخې ته سودا نه شو اېښودلی، د سترګو رپ سره مو له دوکانه سودا او نور شیان پټوي، باید طالبان دوی را ټول کړي، تداوي ورته وکړي او له هغه وروسته دې ورته کار روزګار پیدا کړي؛ که دوی ته تداوي او مصروفیت پیدا نه شي ډېر مشکلات به پیدا شي.»
موږ هڅه وکړه، چې په ننګرهار او لغمان کې پر نشه يي توکو د روږدو د شمېر د زیاتوالي، او د خلکو د شکایتونو او ستونزو په تړاو په دغو ولایتونو کې د طالبانو د امنیه قوماندانیو نظر هم واخلو؛ خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر له ځانه سره ولرو.
که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله آخند زاده په هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر کښت او پېر پلور ښکاره بندیز لګولی؛ خو له دې سره سره بیا هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې نشه يي توکي په آزاد بازار کې پلورل کېږي، چې د خلکو په باور د طالبانو سیمه ییز مسوولین او په ښارونو کې د دې ډلې د حوزو آمرین پکې لاس لري.