۸صبح، کنړ: په کونړ کې سیمه ییز چارواکی وایي، چې په دغه ولایت کې د خوړو نړۍوال پروګرام په مرسته د سالارو د لوی کرنیز کانال د پاکولو چارې پیل شوې دي.
په کونړ کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ريیس حمید ابراهیم شاهین نن دوشنبه (د غبرګولي په لومړۍ نېټه) وویل چې د یاد شوي کانال د پاکولو چارې د کار په بدل کې د خوراکي توکو د پروګرام له لارې ترسره کېږي.
د شاهین په خبره، د سالارو لوی کرنیز کانال له یوې نیمې لسیزې راهیسې نه دی پاک شوی او د کنړ کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ ول.
ویل کېږي چې، د سالارو کانال په پاکولو سره به د کونړ ۴۰ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.
له بلې خوا د دغه کانال د پاکولو د کار له پیل سره نېږدې ۴۰۰ بزګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
همدا رنګه په کونړ کې د طالبانو د کرنې رییس څرګنده کړې چې د خوړو نړۍوال پروګرام به په دغه کانال کې د بزګرانو د هرې ورځې د کار په بدل کې دوی ته لس کیلو ګرامه غنم ورکوي.
د سالار لوی کانال په کنړ کې یو له مشهورو کرنیزو کانالونو څخه دی چې اوږد تاریخ لري.
دا کانال په ۱۹۱۹ کال کې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په کونړ کې جوړ شوی و. د دغه کانال له لارې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کېږي.