۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د بودیجې غوښتنه کړې ده.
نوموړي سازمان دوشنبه د غبرګولي پر ۱۴مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دا پیسې به یوازې د راتلونکو اووه میاشتو لپاره د خوراکي توکو د مرستې وېش ته کافي وي.
تر اوسه دغه سازمان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له ۶۵ زرو څخه زیاتو سېلاب ځپلو ته رسېدنه کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې بارانونو او سېلابونو هېوادوالو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
تر دې مخکې اروپايي ټولنې ویلي و چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره یې ۲۰۰ زره یورو، چې ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ کېږي، ځانګړې کړې دي.