۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام دا څرګندونې سېشنبه د غبرګولي پر ۸مه د «تغذيې نړۍوالې ورځې» په مناسبت په اېکسپاڼه کې لیکلي دي.
دغه سازمان پر خوارځواکۍ اخته له درې میلیونو ماشومانو څخه یوازې ۱.۳ میلیونو ته رسېدنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو په خبره، مالي ناورین او بشري وضعیت په ماشومانو ډېر ستر اغېز کړی دی.
تر دې دمخه د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې ۲.۳ میلیونه امیندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي.
په هېواد کې واک ته د طالبانو او د مالي مرستو له کمښت وروسته بېوزلي او لوږه ډېره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو پر بنسټ د هېواد له درېیمې برخې ډېر وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي.