۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په هکله یو نوی راپور خپور کړی چې د میندو او ماشومانو د مړینې لوړه کچه او همداراز د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي کارکوونکو شدید کمښت ښيي.
د نوموړي بنسټ په راپور کې چې یکشنبه د غبرګولي پر ۲۰مه خپور شوی راغلي، شته محدودیتونو د زرګونو مېرمنو روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او کار ته د لاسرسي مخه نیولې ده.
د دغې ادارې راپور ښيي چې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري.
د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه کسان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري او لږ تر لږه ۹.۵ میلیونه بیا روغتیایی اسانتیاوو ته محدود لاسرسی یا هم هېڅ لاسرسی نه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې د طبي مرستو اړتیا ۲۳.۷ میلیونو ته لوړه شوه.
دغه بنسټ د خلکو د ژوند وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د ورځې له یو ډالر په کم عاید ژوند کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، په دغه هېواد کې اقتصادي بې ثباتي د دې لامل شوې چې د ناروغانو د شمېر په تناسب د روغتیايي کارکوونکو شمېر ډېر کم وي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې د هرو ۱۰ زرو کسانو لپاره یوازې ۱۰ روغتیایي کارکوونکي شته په داسې حال کې چې دا شمېره باید ۴۴ روغتیایي کارکوونکي وای.
د نوموړي سازمان په راپور کې راغلي: «دا اوږدمهاله بشري ناورین د اوسنیو جیوپولیټیکي ملاحظاتو تر اغیزې لاندې راغلی چې له کبله یې د نړیوالو شریکانو ملاتړ کم شوی دی.»
د بودیجې د سخت کمښت له کبله په ټوله کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیایي مرکزونه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او ډېسمبر ترمنځ تړلو ته اړ شوي چې د ۶۰۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو او له دوه زره او ۲۴۰ امېندواره میندو په ګډون یې پر درې میلیونه انسانانو ویجاړونکی اغېز کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د دغه سازمان ټوله بودیجه ۳۵۲ میلیونه ډالره چې ۴۲۳ میلیونه ډالره کېږي، اړتیا لري.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو د عامې روغتیا پخواني وزیر قلندر عباد څو میاشتې وړاندې مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې ادعا کړې وه چې پر هېواد د دغې ډلې واک ته په رسېدو سره د افغانستان ټولې سیمې د روغتیا تر پوښښ لاندې راغلې دي.