۸صبح، کابل: روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې لاهم په افغانستان کې سېلاب ځپلي ولایتونه له کړکېچن حالت سره مخ دي.
نوموړي سازمان جمعه د غبرګولي پر ۴مه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې دغو ولایتونو ته په سملاسي ډول د سرچینو استولو او سېلاب ځپلو مخ په زیاتېدونکې بشري او روغتیايي اړتیاوو ته د پاملرنې اړتیا لیدل کېږي.
روغتیا نړیوال سازمان د روانې میلادي میاشتې له ۱۰ تر ۲۳مې، څه باندې ۲۰۰ ټنه درمل او طبي توکي سېلاب ځپلو سیمو ته استولي دي.
په راپور کې راغلي: «د مې میاشتې له لسمې تر شلمې د روغتیا په برخه کې لسو شریکو ادارو په درېیو شمال ختیځو ولایتونو بغلان، بدخشان او تخار کې شاوخوا ۲۶ زره او ۶۲۸ کسانو ته اړتیا وړ روغتیايي او ژغورونکي چوپړونه برابر کړي.»
د راپور په حواله، روغتیا نړیوال سازمان او روغتیايي سکټور کې شاملو ادارو د دغو ولایتونو د ټولو ولسوالیو په سېلاب ځپلو کلیوالو سیمو کې پېښو شویو روغتیايي ګواښونو ته په همغږۍ مرستې رسوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په بغلان، تخار او بدخشان کې وروستیو سېلابونو ۳۴۷ کسان مړه او ۱۶ زره او ۵۱ نور ټپي کړي.
روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په بغلان، بدخشان او تخار کې وروستیو سېلابونو څه باندې اته زره او ۶۹۶ کورنۍ ځپلې دي او سړکونو، پلونو، روغتیايي ودانیو او نورو زیربنايي تاسیساتو ته یې زیان رسولی دی.
پر دې سربېره، په وروستیو سېلابونو کې شاوخوا اته زره کورنۍ بیا د هېواد په شمال او لویدیځو زونونو کې زیانمنې شوې دي.