۸صبح، کابل: هندي رسنیو ته ویل شوي، چې افغان مذهبي مشر خواجه ظریف چشتي نامعلومو کسانو په هند کې وژلی دی.
د هند پولیسو رسنیو ته ویلي، چې خواجه ظریف چشتي سه شنبه د جولاي پر ۵ د څلورو نامعلومو وسله والو له خوا د ناشیک ماهراشترا سیمې په یئولا ښار کې په ډزو ویشتل شوی دی. د دغه قتل انګېزه تر اوسه روښانه نه ده.
د هند پولیسو ویلي، چې بریدګرو د ظریف چشتي تر وژلو وروسته د هغه موټر هم له ځان سره وړی دی.
ظریف چشتي د هرات د چشت شریف اصلي اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسې يې د هند ممبای په ۲۰۰ کلیومترۍ یئولا ښار کې ژوند کاوه.