ښايي ماشومان په ځینو وختونو کې دروغ ووايي!دا هم شونې ده، چې ماشوم په دې اړه چې کوچنۍ خور یا ورور یې وهلی دی، پوره کیسه درته وکړي او دا هم شونې ده، چې ښایي ماشومان په لږ لوړ عُمر کې، د خپلې کورنۍ دندې د کولو په اړه دروغ ووايي.
په Child Mind انستیتوت کې د ارواه پوه (متیو راوز) د رپوټ له مخې؛ کله ناکله دروغ وېل ناڅاپي او سخت وي، دا یوه تازه خبره نه ده؛ ډېری وختونه هغه ماشوم چې تل یې ريښتیا وېلي، ناڅاپه په ډېری برخو کې دروغ وايي. البته دا چاره د مور او پلار لپاره د اندېښتې وړ ده؛ خو که وکولای شي لامل یې پيدا او له دې ستونزې سره مقابله وکړي، ښايي د پام وړ پایلې ولري.
ولې ماشومان دروغ وايي؟
ډېری میندې او پلرونه فکر کوي، چې ماشومان یې د یوه شي د ترلاسه کولو، د یوه کار د پایلو او یا د هغه د مخنیوي لپاره دروغ وايي. دا ډول ډول لاملونه لري؛ خو ځنې کوچني دلاېل هم شته، چې ددې لامل ګرځي، چې د ماشومانو لخوا د ټول واقعیت یا د هغه د یوې برخې د نه وېلو لامل ګرځي!
د یوه نوي چلند د آزموینې لپاره:
ډاکترراوز وایي «د ماشومانو لخوا د دروغ وېلو یو لامل دادی چې دوید دروغ ویلو له لارې هڅه کوي د نورو نویو کړنو په شان هغه هم وآزمویي او وګوري چې څه پېيږي؟
دا دروغ مې له څه ډول برخلیک سره مخامخوي؟
آیا له ناسمو حالاتو مې راباسي؟
او یا دا چې څه ګټه به وکړم؟
پر ځان د باور او تایید د ترلاسه کولو لپاره:
هغه ماشومان چې پر ځان ډېر باور نه لري، ښايي زیات دروغ ووايي؛ څو ځانونه، د پام وړ، ځانګړي یا د ښې وړتیا لرونکي وښيي او په دې کار سره پر ځان ویسا او باور زیات کړي. ډاکتر راوز د ښوونځي د یوه زده کوونکي کیسه کوي چې اتیا سلنه پېښې یې له مبالغې پورته- د اغراق په توګه- بیان کړې. او وايي دا یو ډول د نه باور وړ تجربې وې چې په هېڅ توګه د منلو وړ نه وې. د بېلګې په ډول: هلک وېل چې هغه یوې مېلمستیا ته تللی ؤ. وایي هغه مهال، چې مېلمستیا ځای ته ننوت؛ نو ټولو ورته نارې کړې او شعارونه یې ورکړل.
ددې لپاره چې دوی ته پاملرنه کمه کړي:
ډاکتر راوز یادونه کوي چې په خفګان او خواشینۍ اخته ماشومان ښايي د خپلو نښو په اړه دروغ ووايي. یا خپلې ستونزې کوچنۍ وښيي؛د بېلګې په شان ووایي نه، تېره شپه ډېر ښه بیده شوم، ځکه نه غواړي نور ورته پام وکړي.
له فکر کولو مخکې خبرې کوي:
روانپوه او د ADDitudeمجلې لیکوال ډاکتر (کارل برډي)، چې له زیات شمېر ماشومانو سره کار کوي، وايي: دوي ښايي په ناڅاپي توګه او له مخکینۍ انګېزې پرته دروغ ووايي، د دا ډول ستونزې یوه ځانګړنه له فکر کولو مخکې خبرې کول دي. له دې امله ډېری وختونه یې خبرې دروغ ښکاري.
ډاکتر برډي زیاتوي: ځینې وختونه ماشومان په رښتیا هم باور لري، چې یو کار یې کړی او ټینګار کوي، چې دروغ نه وايي! دوی یوازې هرڅه زر هېروي. ما ځینې ماشومان لیدلي چې وايي، «ريښتیا وایم ډاکتر برډي، فکر مې وکړ چې ټوله کورنۍ دنده مې کړې او هېر مې ؤ چې نوره کورنۍ دنده هم لرم.»ددا ډول حالت رامنځته کېدلو پر مهال، د چیک لیست، د وخت د محدودیت او د مهالوېش په شان تکتیکونو سره له ماشوم سره باید مرسته وکړو.
سپين دروغ هم شته!
په ځانګړو او د یوې دوکې په شان شرایطو کې ښايي خپل ماشومان سپینو دروغو ته وهڅوئ؛ څو شخصي احساسات جلب کړي! او په داسې شرایطو کې د دروغ وېلو بڼه او وخت، د وګړو په ټولنیزو وړتیاوو پورې اړه لري.
هغه کارونه چې میندې او پلرونه یې د ماشوم د دروغ وېلو په اړه کولای شي.
ډاکتر راوز او برډي وايي په لومړي پړاو کې مهمه داده چې د دروغو د لاملونو په اړه فکر وکړو.د ارزونې پرمهال، زموږ په فورمونو کې داسې فورمونه شته، چې میندې او پلرونه يې په کارولو سره دا څېړنه کولای شي، چې آیا ماشوم یې پورتنیو برخوته په پام سره دروغ وايي که نه؟ او دا هرڅه په شلو دقیقو کې کیږي. د دروغو ډول او شرایط څه دي؟ سربېره پر دې دا ډول چلندونه د دروغو په عملي اغېز او زیاتوالي پورې اړه لري. په دې اړه هېڅ ډول چټکه او ګړندۍ تګلاره نشته او په بېلابېلو برخو کې ډول ډول غبرګونونو ته اړتیا لري.
لومړۍ کچه – ډاکتر راوز وايي «هغه مهال چې دروغ وېل، د پام اړولو لپاره وي، ددې پر ځای چې په ښکاره ووایو چې «واقعیت نه لري!» ښه داده چې بابېزه یې وګڼو.نوموړی د ساده کړنلارې وړاندیز کوي؛ «د بېلګې په توګه ووايي پوهېږم چې دا ډول څه نه دي پېښ شوي».
دا حالت په تېره د هغو ماشومانو په اړه دی چې پر ځان کم باور لري. له دې امله که ماشوم وايي چې «ما نن د فوټبال په لوبه کې لس ګولونه ووهل او ټولې لوبډلې زه پر اوږو پورته کړم او تاسو پوهېږئ چې دا کار واقعیت نه لري!» نو ښه داده چې نورې ګروېږنې ونه شي او له ماشومه پوښتنه ونه کړئ. ددغه ډول کوچنیو دروغو لپاره چې په حقیقت کې چا ته زیان نه رسوي؛ خو مناسب چلند نه ګڼل کېږي، واقعیتونو ته پام کول اغېزمن دي.
دوهمه کچه – ډاکتر راوز وایي «که لومړۍ تګلارې مثبته پایله نه لرله، میندې او پلرونه کولای شي په ښکاره او روښانه توګه ماشوم لږ ورټي، د بېلګې په توګه ورته ووايي: که له دې ورته موقعیت سره مخامخ شم، خبرې دې لږ واقعي ښکاري.» نوموړی زیاتوي «یو شمېر میندې او پلرونه دا د خیالي کیسو په توګه یادوي. که ماشوم داسې یوه کیسه ووايي، میندې او ماشومان په کراره داسې ځواب ورکوي: هغه څه چې تا ووېل یوې کیسې ته ورته دي. ولې یو ځل بیا هڅه نه کوې هغه څه چې درته پېښ شوي کیسه یې راته وکړې؟» په دې برخه کې د ماشوم چلند او رښتیا وېلو ته د ماشوم بیا هڅونې ته اشاره ده.
درېيمه کچه – که وضعیت جدي وي، د بېلګې په توګه: «ماشومان په لږ لوړ عُمر کې په دې اړه چې چېرته وو؟ یا د کورنۍ دندې د ترسره کولو په اړه دروغ وايي!» میندې او پلرونه باید له دوی سره پخپل چلند ژور فکر وکړي. ماشوم باید پوه شي چې دا دروغ وېل څه پایلې ورته لري، له دې امله غوره ده چې رښتنی وې. ډاکتر راوز سپارښتنه کوي «دا چلند باید لنډ او روښانه وي، څو ماشوم ددې فرصت پیدا کړي، چې د مناسب چلند تمرین وکړي. د بېلګې په توګه: د یوه ساعت لپاره هغه د تلیفون له کارولو بې برخې کړئ یا یوه مهمه دنده وروسپارئ. سربېره پر دې د دروغو کچې ته په پام سره د هغوی لخوا وېل شویو دروغو ته هم کوچنۍ اشاره وشي.
که ماشوم د اوونۍ په اوږدو کې وايي «کورنۍ دنده نه لري!» او وروسته میندې او پلرونه پوهېږي، چې هغه هره ورځ کورنۍ دنده لرله، باید ورته یادونه وکړي او د رټلو په توګه یې ټولې کورنۍ دندې ورته ترسره کړي. که ماشوم په دې اړه چې بل ماشوم یې نه دی وهلی، دروغ وايي، باید په دې اړه پر غبرګون سربېره، د تر سره کړي تاوتریخوالي امله ترې ګروېږنه وشي. ډاکتر راوز وړاندیز کوي چې «د توند غبرګون په توګه کولای شئ ترې وغواړئ چې له هغه ماشومه بخښنه وغواړي.»
له دروغو د ډډې کولو لپاره له خپلو ماشومانو سره د مرستې طریقې:
دوی ته ووایئ چې واقعیت وېلد هغه په وړاندې د غبرګونونو د کمښت لامل کېږي.
دا چې له ماشوم سره- د محدودیتونو په ګډون- د آزادو خبرو ترمنځ انډول رامنځته کړئ، ستونزمن کار دی او په دې ډول شرایطو کې د ماشوم لپاره دروغ وېل آسانه دي. میندې او پلرونه باید ماشوم ته وښيي چې د واقعیت وېلو پر مهال یې ستاینه کوئ او پر هغه به لازیات باور وکړئ. ښایي چې دوی غبرګونونه کم کړي، د بېلګې په شان هغه مهال چې واقعیت ووايي، د یوې اوونۍ پرځای به یوه ورځ د تلیفون له کارولو بې برخې شې!
واقعیتونه وارزوئ:
که مور او پلار د ښوونکي له خوا خبر شي چې ماشومانو یې کورنۍ دنده نه ده تر سره کړې!، ښه داده چې ماشوم ته د واقعیت د بیانولو وخت ورکړي. که یې په لومړي سر کې دا کار ونه کړ، مور یا پلار ورته وېلاي شي چې «زه اوس ځم، خو لس دقیقې وروسته راځم او دا پوښتنې درڅخه کوم!او چې واقعیت ووایې، هېڅ ستونزه به رامنځته نه شي.» په دې توګه که ماشوم د خپل کار له پایلو د وېرې او دا چې نه غواړي مور او پلار یې نهیلي کړي پلمې وکړي، دا چانس پیدا کوي چې فکر وکړي آیا بیا هم دروغ ووايي او که له شخړې پرته واقعیت. ډاکتر بردي وايي «دا تکنیک د هغه ماشوم لپاره نه دی چې ډېر دروغ وايي!»
د سریزې په شان طریقې څخه کار واخلئ:
مور او پلار همداراز کولای شي ماشوم د حقیقت بیانولو ته چمتو کړي او ددې په یادولو سره چې له هغه د نه تېروتنې تمه نه لري. دوي وېلاي شي چې «غواړم له تا پوښتنه وکړم او ښايي هغه څه راته ووایې چې نه غواړم وا یې ورم! خو په یاد ولره، ستا چلند د واقعیت ښودنه نه کوي. غواړم پوه شې چې ټول انسانان کله ناکله تېروتنه کوي. له دې امله غواړم فکر وکړې او یو صادقانه ځواب ورکړې.» ماشومانو ته وخت ورکول ښايي ددې لامل شي چې دوی واقعیت ووايي.
فعالو ماشومانو (ADHD) ته د فکر کولو لازیات وخت ورکړئ.
ډاکتر بردي وايي «فعال ماشومان تر ډېره داسې ځوابونه ورکوي، چې دروغ ښکاري، له دې امله د ځواب وېلو لپاره لازیات وخت ته اړتیا لري.»
سملاسي ځوابونه کېدای شي هم په ښوونځي او هم کور کې ستونزې رامنځته کړي، هغه مهال چې ښوونکی له ماشوم څخه دا وپوښتي «آیا کورنۍ دنده یې کړې؟» هغه د خپلې کتابچې له لیدلو مخکې مثبت ځواب ورکوي. ښه داده چې له ځواب ورکولو وړاندې فرصت ورکړل شي چې په دې اړه ځان ډاډمن کړي.
هغه کارونه چې میندې او پلرونه یې باید ونه کړي:
خپل ماشومان مه څنډې ته کوئ!
له سترګو د ماشومانو لېرې کول، هغه لازیات دروغ وېلو ته هڅوي. که والدین په واقعیت پوهېږي، ددې پر ځای چې له هغه یې په اړه پوښتنه وکړي، ښه به دا وي چې په ښکاره له ماشوم سره خبرې وکړي. غوره داده چې ووایي «زه پوهېږم چې تا دا کار نه دی کړی، نو راځه په دې اړه خبرې وکړو، چې ولې دې دغه کار نه دی کړي.»