۸صبح، کابل: بادغیس کې د ملګرو متلونو سازمان د ټولنې صندوق په مالي مرستې د خوځښت روغتیایي موسسې له خوا ۲۵ روغتیایي بنسټونه ګټې اخیستو ته وسپارل شول.
بادغیس کې د خوځښت روغتیایي موسسې مسوول وایي، چې دغه پروژه په ۲۰۱۹ کال پیل شوې وه.
د هغه په وینا، تر اوسه په دې موسسه کې ۲۹ تنه مېرمنې د قابله ګۍ په برخه کې روزل شوې دي.
د دغې موسسې مسوول زیاتوي، چې اوس یې د دغو مېرمنو د فعالیت لپاره ۲۵ روغتیایي بنسټونه رامنځته کړي او ټاکل شوې، چې څلور نورې قابلې هم وګومارل شي.
د دغې پروژې ټول ارزښت اووه میلیونه افغانۍ ویل شوی دی.
د هېواد په لوېدیځ زون کې د ملګرو ملتونو سازمان د ټولنې صندوق رییسې پنینا په افغانستان کې د اومېندوارو مېرمنو لپاره د پوره روغتیایي خدماتو نشتوالی لویه ننګونه بولي.
د هغې په وینا په هرو دوو ساعتونو کې یوه اومېندواره مېرمن مړه کېږي.