۸صبح، بادغیس: په بادغیس، غور، هلمند او روزګان کې سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې سېلابونو درې کسان مړه کړي دي.
سرچینو پنجشنبه د غويي پر ۶مه ویلي چې د بادغیس په جوند ولسوالۍ کې سېلابونو یو ماشوم او یو سړی مړ کړی دی.
د سرچینو په خبره، په دغې ولسوالۍ کې څه باندې ۵۰ کورونه تر اوبو لاندې شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
ورته مهال، د غور له چهارسدې ولسوالۍ څخه سرچینې وايي چې په دغې ولسوالۍ کې سېلابونو ۱۰ دوکانونه او ۲۰ کورونه ویجاړ کړي دي.
اخوا، په هلمند کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې سېلابونو د یو ځوان مړی راوړی دی.
بل پلوه، په روزګان کې ځايي طالب چارواکي مني چې په دغه ولایت کې سېلابونو ۷۰ ښوونځي ویجاړ کړي دي.
په وروستیو ورځو کې شدیدو ورښتونو او سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
نن د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ټول هېواد کې د شدیدو ورښتونو خبرداری وکړی دی.