۸صبح، سمنګان: سیمهییزې سرچینې وايي چې په سمنګان، سرپل، هرات او بادغیس کې د سېلابونو راوتلو له کبله د یو شمېر ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې شوې دي.
سرچینو پنجشنبه د غويي پر ۶مه ویلي چې په سمنګان کې د سېلابونو راوتلو وروسته د دغه ولایت له مرکز ایبک سره د روی دوآب، خرم او ساروباغ ولسواليو نښلېدونکې لارې بندې شوې دي.
دغه راز، د سرپل په کوهستاناتو ولسوالۍ کې سرچینې وايي چې د دغې ولسوالۍ مواصلاتي لار د دغه ولایت له مرکز سره د تګراتګ پرمخ تړل شوې ده.
بل پلوه، د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې سېلابونو د هرات له مرکز سره د دغې ولسوالۍ لار بنده کړې ده.
اخوا، د بادغیس په تګاب عالم او قادس ولسوالیو کې سرچینې وايي چې د سېلابونو راوتلو وروسته د دغو ولسوالیو لارې د بادغیس له مرکز قلعهنو ښار سره پرې شوې دي.
په هېواد کې وروستیو ورښتونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
نن د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ټول هېواد کې د شدیدو ورښتونو خبرداری وکړی دی.
نوموړي ریاست په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا اټکل د سبا او بل سبا (جمعه او شنبه) لپاره دی.