د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په یونان کې، د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر له امله، ۳۲ تنه وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا پیښه د سه شنبې په ورځ (د فبروري ۲۸مه) د یونان په پلازمینه کې شوې ده.
د تسالي سیمې والي (اګور استوس) ویلي، دا مسافر وړونکي اورګاډی د شمالي ښار (تسالونيکي) پر لور روان و، چې له (لاریسا) ښار بهر، له یوه بار وړونکي اورګاډي سره ټکر شو.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د دغو دوو اورګاډو له ټکر وروسته، په ځينو مسافر وړونکو اورګاډو کې، اور ولګېد او ډېرى قربانيان يې وسوځېدلي دي.
خپاره شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د اورګاډي لومړي څلور واګنونه، له ریل څخه جدا شوي او دوه واګنونه یې په بشپړه توګه، سوځیدلي دي.
ویل کیږي چې د مسافر وړونکي اورګاډي ۲۵۰ تنه مسافر ژغورل شوي دي.
دغه خونړۍ پیښه، په تېرو لسیزو کې، په یونان کې، بېسارې بلل کیږي.