الاکبروف: افغانستان به په ۲۰۲۳ کال کې هم د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین کې ښکېل وي

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال (رمیزالاکبروف) وایی، چې دا افغانستان، له ترکیې او سوریې پرته، چې له یوې مرګونې زلزلې سره مخامخ شول، اوس هم د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین کې ښکېل دی.
د يوناما مرستيال، دغه څرګندونې، د کب په ٩مه، په نيويارک کې، په ویډیویې ناسته کې، خبريالانو ته وکړې.
رامز الاکبروف وویل چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي، د خپلې بقا لپاره، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د الاکبروف په وینا، په تېرو ۱۸ مېاشتو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ناخالص کورني تولید، ۳۵ سلنه او خلکو ته د خوراکي توکو د برابرولو لګښت، ۳۰ سلنه کم شوی دی او همدا ډول بېکاري ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.
د یوناما مرستیال ټینګار کړی، چې اوسمهال د افغان کورنیو، ۷۵ سلنه عاید یوازې پر خوراکي توکو لګول کېږي.
الاکبروف دا هم وویل:«باید په خواشینۍ سره ووایم چې تر نن ورځې پورې، موږ د نجونو د زده کړې په برخه کې، هیڅ هڅونکی خبر یا پرمختګ نهدی لیدلی.»
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې، د بشري وضعیت له خرابېدو سره، طالبانو تل په دغه هېواد کې، د ژوند د وضعیت د ښه کېدو، ادعاوې کړې دي.