د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د ماین چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې چاودنه یکشنبه د فبرورۍ پر ۲۶ د پاکستان د بلوچستان ایالت په رخني بازار کې شوې ده.

د بلوچستان ایالت یو سیمه‌ییز چارواکي عبدالله خوسو ویلي، چې دا پېښه په یوه موټرسایکل کې د ځای‌پرځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د بلوچستان ایالتي وزیر میر عبدالقدوس بیزنجو دغه چاودنه غندلې او ویلي یې دي: «هغه کسان چې د بې ګناه خلکو وینې تویوي د انسانیت دښمنان او ترهګر دي. ترهګر خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره شر جوړوي؛ خو موږ به اجازه ورنه‌کړو چې د دولت ضد عناصر بریالي شي.»

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان بلوچستان ایالت د دغه هېواد یو له ناامنه سیمو څخه دی. په دغه ایالت کې د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ فعالیت لري.

ورته لیکنې

Back to top button