ارزګان ولايت کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له لورې ۴۱ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاده مرګ ژوبله تېر ماښام د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو په پايله کي د ارزګان په چورې ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو ته اوښتې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند احمد صادق عیسی په وينا، د یادو عملیاتو په لړ کې یې د وسله والو ۱۷ تنه وژلي او ۲۴ تنه یې ټپیان کړي دي.
د صادق عیسی په خبره دوی په دې عملیاتو کي د وسله والو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.
دا چي ددې عملیاتو په جریان کې افغان ځواکونو ته تلفات اوښتي او که نه، د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یې په اړه څه نه دي ویلي.
له بل پلوه بیا وسله والو طالبانو ادعا کړې ده، چې د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو برید په شاه تمبولي او دوه عسکر يې وژلي دي