۸صبح، کابل: د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې روغتیایي سرچینې وایي، چې د شیعیانو اړوند سه دکان جومات کې له برید وروسته، تر اوسه د مړیو شمېر ۵۰ تنو او د ټپیانو شمېر څه باندې ۱۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
دغه سرچینې پنجشنبه مازدیګر، د غويي پر لومړۍ، ۸صبح روځپاڼې ته تاییدوي، چې ۵۰ مړي او څه دپاسه ۱۰۰ ټپیان بلخ حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د مړیو او ټپیانو شمېر بدلېدای شي. دغه سرچینې وایي، چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی.
تر دې مخکې د بلخ په حوزوي روغتون کې روغتیایي سرچینو تایید کړې وه، چې څه باندې ۳۰ مړي او ۸۰ ټپیان په رسمي توګه دغه په روغتون کې ثبت شوي دي.
مزارشریف کې پر سه دکان جومات د برید مسوولیت داعش ډلې منلی او ادعا یې کړې، چې څه تر ۱۰۰ زیات کسان یې وژلي دي.