۸صبح، کابل: د مقاومت جبهې مزارشریف ښار کې د شیعیانو پر جومات برید په سختو ټکو غندلی دی.
د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي، نن پنجشنبه د غویي پر لومړۍ، د یوه ټویټ په خپرولو دا بریدونه «هدفي» ګڼلي دي.
د مقاومت جبهې ویاند زیاته کړې، چې دغه جبهه د دغو جنایاتو پر وړاندې چې «ریښه یې په طالباني تفکر کې» ده، خپله کرکه اعلان کړې ده.
ښاغلي احمدي ویلي، چې د طالبانو ډله نور «د هغه ځانمرګو قطعو کنټرول چې د خلکو په منځ کې د جنایاتو د رامنځته کولو لپاره یې جوړې کړې وې، نه لري.»
د مقاومت جبهې ویاند زیاته کړې: «موږ طالبان د دغو پلان شويو وژنو او د بشریت پر وړاندې د نه بښلو وړ جنایاتو مستقیم مسوولان ګڼو.»
د ویلو ده، چې مزارشریف کې د شیعیانو پر جومات د نن ورځې د برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
د لومړنیو شمېرو له مخې، په دې چاودنه کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.