۸صبح، اروزګان: په اروزګان ولايت کې د يوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله پنځه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
دا پېښه د جمعې ورځ، مرغومي په ۲۲مه د دغه ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په تګابدار کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو «فلانکوچ» ډوله مسافر وړونکی موټر له سړکه ووت او وروسته بیا چپه شو.
په دې پېښه کې یوه ښځه او یو ماشوم هم وژل شوي دي.
د اروزګان ولایتي روغتون یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د پېښې ټپیان دغه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
د دې پېښې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي دي.
د چهارشنبې ورځ، مرغومي په ۲۰مه په ننګرهار کې د دوو ټرافیکي پېښو په ترڅ کې دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.