۸صبح، ارزګان: په ارزګان کې ځایي سرچینې وایي چې یوه کس د دې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې ځانوژنه کړې ده.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ د پاتان سیمې نصرت الله تېره شپه د تلې په دوهمه نېټه ځانوژنه کړې ده.
تراوسه ددې اقدام لامل نه دی روښانه شوی او د طالبانو ځایي مسوولینو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې، د هېواد له بېلابېلو برخو د ځانوژنې پېښو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.
ددغو پېښو اصلي لامل، وزګاري او د طالبانو د محدودیتونو له امله فشارونه بلل شوي دي.