۸صبح، کابل: طالب مسوولانو د پاکستان له زندانونو د ۵۸ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو جنرال قونسل مولوي عبدالجبار تخاري د شنبې ورځ، مرغومي په ۳۰مه یوه ویډیويي کلېپ کې ویلي چې دغه کسان د دغه هېواد د سند ایالت له څو زندانونو خوشې شوي دي.
د هغه په وينا، تازه خوشې شوي کسان د چمن لارې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
عبدالجبار تخاري زیاته کړې چې دا مهال ۲۲۱ افغان کډوال د پاکستان سند ایالت په زندانونو کې بندیان دي.
تر دې وړاندې هم طالبانو د پاکستان له زندانونو د افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.
طالبانو په داسې حال کې له پاکستانه د افغان بندیانو د خلاصون خبر ورکړی چې دې ډلې په زرګونو هېوادوال په تېره بیا د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکي په بېلابېلو پلمو نیولي او بندیان کړي دي.
په ورته وخت کې طالبان د بشري حقونو هېڅ سازمان ته د خپلو کړنو په اړه ځواب نه ورکوي.