د کولمبیا چارواکو ویلي چې په شمالي بولیوار کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په پېښه کې لږترلږه نهه سرتېرو خپل ژوند بایللی دی.
د فرانس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د کولمبیا ولسمشر جستافو پیټرو په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دا چورلکه دوشنبه د اپرېل پر ۲۹مه لوېدلې ده.
د هغه په خبره، چورلکه هغه مهال ولوېده چې تازه دمي پوځیان د خليج ګلف قبيلې پر ضد د عملیاتو لپاره ځای پر ځای کېدل.
خو ولسمشر پيټرو او د کولمبیا پوځ د روسیې جوړې شوې اېمای-۱۷ چورلکې د غورځېدو د لامل په هکله څه نه دي ویلي.
شمالي بولیوار هغه سیمه ده چې د کولمبیا پوځ د کوکایینو له مافیا سره په جګړه کې لګیا ده.
که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې د دې چورلکې په غورځېدو کې د ګلف قبیله لاس لري او که نه؛ خو دغه قبیله څلور زره جنګیالي لري.
د کولمبیا پوځ ویلي چې د چورلکې د سپرلۍ یو کس هم ژوندی نه دی پاتې.
د ۲۰۲۳ کال د مۍ په لومړۍ نېټه د امازون په ځنګل کې یوه وړه الوتکه ولوېده چې په پایله کې یې یوه ښځه، دوه پیلوټان او یو بل مسافر مړه او یو شمېر مسافر ورک شول.