۸صبح، کابل: په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په هرات کې پر شیعه لمونځکوونکو وروستي برید ته له اشارې پرته ویلي چې ترهګري او په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګه د ایران، افغانستان او سیمې لپاره ګډ ګواښ دی.
قمي دا څرګندونې سېشنبه د غويي پر ۱۱مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي دي.
هغه زیاته کړې ده: «موږ له دغه ګډ ګواښ سره په مبارزې کې افغانستان خپل شریک ګڼو او په دې حوزه کې همکاري به یو لومړیتوب وي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په هرات کې د وروستي بريد پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
په هرات کې د شیعهګانو پر جومات د وسلهوال برید غبرګون کې، په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي چې تهران په افغانستان کې د «ترهګرۍ» پر وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دی.
په کابل کې د ایران سفارت همداراز د دغه برید د عاملانو د پېژندلو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.
د هرات د وروستي برید په پایله کې د څلورو نارينهوو، يو ماشوم او يوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.