۸صبح، پکتیا: د پکتیا ولایت د کرنې ریاست چارواکو په دغه ولایت کې د شاتو د شل سلنه تولید د زیاتوالي خبر ورکوي.
د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدلرووف له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې په دغه ولایت کې د ګبینو تولید د تېر کال په پرتله شل سلنه زیات شوی دی.
د هغه په خبره، ۴۸۰ مچۍ لروونکي چې د پکتیا د مچۍ لروونکو ټولنې غړي دي، په روان هجري لمریز کال کې یې په دغه ولایت کې ۵۵۰ ټنه شان تولید کړي دي.
نوموړي همداراز زیاته کړې چې د پکتیا ګبین ښه خوند او کیفیت لري چې پلور یې هم زیات دی.
له بلې خوا یو شمېر شات پلورونکي وايي چې د ګبینو د تولید له زیاتوالي سره په یو وخت، د مناسب بازار نشتوالی او وزګاري په دې ولایت کې د مچۍ لروونکو مهمې ننګونې دي.
د شاتو د تولیدوونکو په اند، که څه هم په روان کال کې د ګبینو تولید زیات شوی، خو د بیو لوړېدل یې پر پلور منفي اغېز لرلی دی.
د ویلو ده چې د شاتو ترڅنګ، جلغوزي هم په پکتیا کې مهم تولیدات دي چې د افغانستان نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي، خو سوداګر بهرنیو هېوادونو ته د شاتو له نه صادرولو شکایت لري.